ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ۶ قلمه تاریخي اثار نیول شوي

غزني کې ۶ قلمه تاریخي اثار نیول شوي

author avatar
6 Oct 2021 - 16:54
غزني کې ۶ قلمه تاریخي اثار نیول شوي
author avatar
6 Oct 2021 - 16:54

غزني (پژواک، ۱۴ تله ‍۴۰۰): د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، په غزني ښار کې د یوه کس له کوره ۶ قلمه تاریخي اثار ترلاسه شوي چې دوی ملي موزیم ته سپارلي دي.

په دغو اثارو کې ۳ مجسمې، یو پتنوس، یو ګلدان او یو د سرو زرو مډال شامل دي.

د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیب الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د موندل شوو تاریخي قدامت له اسلامه مخکې دورې ته رسېږي.

دی وايي، په دې اړه به د تاریخي اثارو پوهان لا ډېرې څېړنې وکړي، څو کره تاریخي قدامت یې مشخص شي.

په غزني کې له دې وړاندې هم ګڼ تاریخي اثار موندل شوي چې ډېر د قاچاق کوونکو لاسونو ته لوېدلي دي.

په تېرو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو تاریخي سیمو کې ناقانونه کیندنې روانې وې چې موندل کېدونکي اثار به بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کېدل.

د غزني زوړ ښار یا بالاحصار، په دهیک ولسوالۍ کې ګنجینه بازار، د غزني په مقر ولسوالۍ کې د زرکشانو غر او نور د دغه ولایت هغه سیمې دي چې وخت په وخت سره زر او ګڼ نور تاریخي اثار موندل شوي دي.

خو چارواکي وايي، له دې وروسته هیڅوک نه شي کولای په تاریخي سمو کې خپلسرې ناقانونه کیندنې وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس وویل، طالبان د تاریخي سیمو ټینګه ساتنه کوي.

Visits: 166

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.