ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې څلورو رسنیو د مالي ستونزو له امله خپل فعالیت بند کړی

author avatar
6 Oct 2021 - 17:24
author avatar
6 Oct 2021 - 17:24

ایبک (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۰): سمنګان ولایت کې څلورو خصوصي رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیت بند کړی دی.

 سمنګان ولایت کې مخکې اتو رسنیو فعالیت درلود، خو په دې وروستیو کې څلورو رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی.

 له دې ډلې اوس مهال سیمه ییز دولتي ټلوېزیون، شریعت غږ دولتي راډیو، شهروند خصوصي ټلوېزیون او شهروند خصوصي راډیو فعالیت لري.

 خو سیمای صلح خصوصي راډیو، حقیقت خصوصي راډیو، رستم خصوصي راډیو او رستم خصوصي ټلوېزیون خپل فعالیت بند کړی دی.

 د حقیقت راډیو مسوول امرالله قیومي پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې یې د راډیو لګښتونه د اعلانونو له لارې ترلاسه کول، خو په دې وروستیو کې یې اعلانات له لاسه ورکړي او د مالي امکاناتو د نه لرلو له امله یې د راډیو فعالیت بند کړی دی.

 د سمنګان ولایت د اطلاعات و کلتور ریاست د اطلاعاتو امر اسدالله عطايي وايي چې سمنګان کې د ځينو رسنیو د فعالیت بندېدو اصلي لامل مالي ستونزې او د کاري ځواک نه موجودیت دی، د یادو مواردو له امله غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو فعالیت بند کړی او د خپلو رسنیو دروازې یې تړلې دي.

 عطايي زیاته کړه: ((د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له امله ډېر شمېر خبریالانو دندې له لاسه ورکړې او یو شمېر یې له هېواده وتلي دي.))

هغه وویل، ډېری کوچنۍ سیمه ییزې رسنۍ ان د خپلو کارکوونکو میاشتني معاشونه نه شي اجراء کولای، دا خو پر ځای پاتې ده چې نوي پروګرامونه ولري یا یې د خپرونو سطحه پراخه کړي.

 هغه څرګنده کړه: ((په ټوله کې سمنګان کې د رسنیو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، مالي ملاتړي چې د رسنیو برخه کې یې فعالیت کاوه اوس نشته، بهرنۍ موسسې، دولتي او غیر دولتي سازمانونه هم مالي ملاتړ نه کوي، له همدې امله د رسنیو کارکوونکو دندې پرېښې دي.))

  You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.