ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي

د پکتيا کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي

author avatar
11 Oct 2021 - 11:20
د پکتيا کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي
author avatar
11 Oct 2021 - 11:20

ګردېز (پژواک، ١٩ تله ١٤٠٠): د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې به د ټولو هغو نيمګړو پروژو چارې پيل او بشپړې کړي چې کارونه يې درېدلي دي.

دوی وايي په دغو پروژو کې لويې او وړې پروژې شاملې دي او هغه موسسې چې د دغو چارو مسوولیت پر غاړه لري، له دوی سره به ځانګړې همکاري کوي.

د پکتيا د کرنې او مالدارۍ  سرپرست رييس عبدالروف شهيد زوی دا خبرې په مرکز ګردېز، احمدابا او سيد کرم ولسواليو کې د مالدارۍ لپاره د ګټورې غذا جوړونې او ساتنې په موخه د بشپړو شوو پروژو د پرانيستې پر مهال وکړې.

د دغو پروژو مالي لګښت شپږ سوه زره افغانۍ دى چې د اېن اېچ پي ادارې له خوا ورکړل شوى دى.

شهيدزوی وویل: ((پخوا د امنيت په برخه کې يو څه ستونزې وې چې يو شمېر موسساتو د امنيتي ستونزو له امله زړه نه ښه کاوه چې په سم ډول او ټولو ولسواليو کې کار وکړي، خو اوس دا ستونزه هواره شوې ده.))

نوموړي وويل، اوس مهال چې امنيتي ستونزې له منځه تللې، ټولې موسسې او نورې ادارې کولای شي د کرنې په برخه کې هر ډول پروژې پلې کړي او په هره سيمه کې له هغوئ څخه وخت په وخت نظارت وکړي.

شهیدزوی وويل، په پکتيا کې ډېرې داسې پروژې شته چې چارې يې نيمګړې پاتې دي، خو اوس مهال به د دغو ټولو پروژو چارې بېرته پيل او ترسره به شي.

د ده په خبره، ټولې موسسې او کارکوونکي چې پخوا يې د کرنې رياست تر چتر لاتدې فعاليت کاوه، کولاى شي بېرته خپلو دندو ته وګرځي.

پکتيا کې کروندګر او مالدارن د پروژو پر بيا پيل خوښ دي او وايي، د دې ډول پروژو په عملي کېدو سره به د دوی  کورنی اقتصاد وده وکړي.

دوی پر نړيوالو موسسو غږ کوي چې له کروندګرو او مالدارانو سره همکاري وکړي.

د پکتيا يو کروندګر حبيب الله وايي: ((موږ د کرنې په برخه کې زياتو مرستو ته اړتيا لرو؛ لکه اصلاح شوي تخمونه، کيمياوي سره، د مرضونو او افتونو درمل او تخنيکي وسايل.))

دی وايي، اوس مهال په پکتيا کې ډېرو خلکو کروندو او باغو جوړولو ته مخه کړې او په دې برخه کې د پام وړ کارونه هم شوي، خو که چېرې دولت او موسسې ورسره مرسته وکړي، ډېرو خلکو ته به د کار زمينه برابره شي.

د يادونې ده، په پخواني حکومت کې موسسو له کروندګرو سره د سړو خونو، اوبه خور جوړولو سيستم، د باغونو په جوړولو، تخنيکي وسايلو او ځينو نورو برخو کې مرستې کولې.

Visits: 125

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.