ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د انارو باغ لرونکي او سوداګر د لارو بندېدو له امله له درنو زیانونو سره مخ دي

د کندهار د انارو باغ لرونکي او سوداګر د لارو بندېدو له امله له درنو زیانونو سره مخ دي

author avatar
18 Oct 2021 - 13:57
د کندهار د انارو باغ لرونکي او سوداګر د لارو بندېدو له امله له درنو زیانونو سره مخ دي
author avatar
18 Oct 2021 - 13:57

کندهار (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۰): د کندهار د انارو بڼوال او د تازه مېوې سوداګر وايي، د سپين بولدک لارې د بندېدو له امله صادرات په ټپه ولاړ دي او وېره لري چې انار به په باغونو کې خراب شي.

بل خوا د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، د سپين بولدک- چمن لار له تېرو دوو اوونیو راهیسې د صادراتو، وارداتو او تګ راتګ پر مخ تړل شوې چې په هره برخه کې یې درانه اقتصادي زیانونه اړولي دي.

دوی زیاتوي، دا چې اوس د انارو د حاصلاتو سېزن دی، تر ټولو ډېر زیان د انارو باغ لرونکو او د مېوې سوداګرو ته پېښ دی.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، د انارو د حاصلاتو له پیلېدو سره یوه اندازه انار د سپین بولدک له لارې پاکستان ته صادر شول خو وروسته لار وتړل شوه.

هغه زیاته کړه، که لار په همدې توګه تړلې پاتې شي نو وېره شته چې د انارو باغ لرونکو سوداګرو ته سخت اقتصادي زیان ورسېږي، ځکه انار خرابېږي او دلته یې د ساتلو اسانتیاوې نشته.

ده وویل: «په سلهاوو موټران معطل وو، خو بیا هم اکثره د مجبوریت له مخې د وچې مېوې سوداګر ولاړه تورخم ته، هلته هم ستونزې دي ځکه د ټول افغانستان صادرات مخ پر تورخم روان دي او هلته ډېر بېروبار دی.»

بینا وایي، د لارې د خلاصون په اړه یې له مرکزي چارواکو سره خبرې هم کړي او له هغوی یې غوښتي څو دغه ستونزه ژر حل شي او افغان سوداګر وکولای شي وچې او تازه مېوې صادرې کړي.

د انارو سوداګر هم وایي، د لارې بندېدو له امله نه یوازې ډېره اندازه انار خراب شوي، بلکې بیه یې هم ټیټه شوې ده.

د انارو یوه سوداګر سردار محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال له یوې خوا وچکالۍ انار زیانمن کړي خو اوس بیا لار بنده شوې او صادرات یې په ټپه درېدلي چې دوی یې سخت زیانمن کړي دي.

هغه وایي: «لارې بندې دي، په ډېره اندازه انار خراب شوي دي، بیې هم کښته شوې دي، یو کارټن انار چې پخوا په ۳۵۰ یا ۴۵۰ افغانۍ خرڅېدل اوس په ۲۵۰ افغانۍ خرڅېږي.»

ده زیاته کړه، پاکستان تل د افغانستان د مېوو د حاصلاتو پر مهال ستونزې جوړې کړي، په یوه او بله بهانه یې لارې تړلې دي.

د سوداګرو تر څنګ باغ لرونکي وايي، چې د لارې د تړل کېدو له امله اصلي زیان دوی ویني، ځکه ټول کال د انارو حاصلاتو ته په تمه وي، چې وخت را ورسېږي نو لارې ورباندې وتړل شي.

دغه راز دوی دا غوښتنه هم کوي چې د تېر په څېر دې هوايي دهلېز بیا فعال شي، څو انار او نورې مېوې اروپايي او نورو هېوادونو ته صادرې شي.

اختر محمد چې په ارغنداب ولسوالۍ کې د انارو باغ لري، پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستان ډېر مهال د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړوي، ځکه نو هوايي دهلېز ډېر مهم دی چې باید تازه او وچه مېوه د هوا له لارې صادره شي.

ده زیاته کړه: «که اوسنی حکومت دا کار وکړي، هوايي دهلېزونه خلاص کړي، مالیه کمه کړي، نو تجاران به وکړای شي وچه او لنده مېوه تر نړۍ پورې ورسوي، داسې به د هېواد اقتصاد ته ډېره ګټه ورسېږي.»

هغه وايي، ځمکنۍ لارې چې له پاکستانه تېرېږي تل له ستونزو ډکې دي او هر وخت یې سوداګر له درنو زیانونو سره مخ کړي دي.

د انارو پلورونکي هم وایي چې د لارو بندېدو د انارو پر کار او بار منفي اغېز کړی او اوس له کندهار څخه انار یوازې نورو ولایتونو ته وړل کېږي.

د انارو یو پلورونکی محمد عوض وایي، باغونه له انارو ډک دي خو باغ لرونکي یې شکولای نه شي ځکه لارې بندې دي او صادرولای یې نه شي.

نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې د لارې د خلاصولو لپاره جدي ګامونه واخلي څو خلک له زیانونو وژغورل شي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د سپین بولدک- چمن لارې د خلاصولو او نه خلاصولو برخلیک څرګند نه دی.

څو ورځې مخکې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي رحمت الله نړیوال، پژواک خبري اژانس ته ویلي و، د کندهار ولایتي ادارې له هغه وروسته د سپین بولدک- چمن لارې د تړلو پرېکړه وکړه چې پاکستان له ژمنو سربېره پر دې لار د ستونزو د حل لپاره عملي اقدام ونه کړ.

دی زیاتوي، دغه لار به تر هغه په بشپړه توګه تړلې وي چې پاکستاني لوري ټولې ستونزې حل کړې نه وي.

له تېرو شاوخوا دوه میاشتو راهیسې چې طالبان په هېواد کې واکمن شوي، خلک او سوداګر پر دغه لار له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

پخوا د سپین بولدک- چمن لار د سهار په ۷:۰۰ بجې پرانیستل کېدله او د مازدیګر په ۶:۰۰ بجې تړل کېدله، خو په دې وروستیو کې دغه لار د سهار په ۸:۰۰ بجې پرانیستل کېږي او د مازدیګر په ۴:۰۰ بجې تړل کېږي.

له همدې امله پر دې لار د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ بهیر ۸۰ سلنه ورو شوی دی.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.