ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټولنیزو شبکو کې د چارواکو او سیاستوالو په نومونو ګڼې جعلي پاڼې جوړې شوې دي

په ټولنیزو شبکو کې د چارواکو او سیاستوالو په نومونو ګڼې جعلي پاڼې جوړې شوې دي

author avatar
18 Oct 2021 - 08:49
په ټولنیزو شبکو کې د چارواکو او سیاستوالو په نومونو ګڼې جعلي پاڼې جوړې شوې دي
author avatar
18 Oct 2021 - 08:49

کابل (پژواک، ۲۶تله ۱۴۰۰): په ټولنیزو شبکو کې د تېر او اوسني حکومت چارواکو او ځینو سیاستوالو په نومونو ګڼ شمېر جعلي پاڼې جوړې شوې او شنونکي وایي، دا ډول ناسمي تبلیغاتي هڅې ځینې کړۍ په ټولنه کې د شخړو جوړولو په موخه کوي.

د افغانستان حکومت وایي، هڅې کوي چې د دې ډول پاڼو د فعالیت مخه ونیسي.

پژواک خبري اژانس په فېسبوک او ټویټر کې د یو شمېر پخوانیو او اوسنیو حکومتي چارواکو او سیاستوالو په نومونو جوړې شوې پاڼې وموندې او له دې ډلې یې هغه انتخاب کړې چې د اړوند کس انځور پرې لګول شوی دی.

په جدول کې د یادو کسانو نوملړ داسې جوړ شوی چې تر ټولو د ډېرو جعلي قېسبوکپاڼو لرونکي نوم لومړی او تر ټولو د لږ جعلي فېسبوکپاڼو لرونکي نوم په پای کې لیکل شوی دی.

د یادو کسانو په نومونو نورې پاڼې هم شته خو ځکه یې شمېر په دغه جدول کې نه دی شامل شوی چې پر یوه نوم ډېر کسان شته او کېدای شي هغه د انځور نه لرونکې پاڼې د نورو کسانو اړوند وي.

پژواک د یادو کسانو لپاره هغه اصلي فېسبوکپاڼې او ټویټرپانې بللې چې یا یوې معتبرې سرچینې تایید کړې او یا هم د فېسبوک او ټویټر ادارو له خوا پرې د شنه رنګ لرونکې د تایید نښه لګېدلې وي.

محمد اشرف غني

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په نوم شاوخوا ۴۲ جعلي فېسبوکپاڼې او څلور ټويټرپاڼې جوړې شوې دي.

د غني د تایید شوې نښې لرونکې فېسبوکپاڼه: https://bit.ly/3mhxkCR

د غني د تایید نښې لرونکې ټویټرپاڼه: https://twitter.com/ashrafghani

احمد مسعود

د جهادي قوماندان احمدشاه مسعود زوی (احمد مسعود) په نوم ۴۰ فېسبوکپاڼې او اته ټوېټرپاڼه جوړې شوې دي.

د احمد مسعود تایید نښې لرونکې فېسبوکپاڼه: https://bit.ly/3FdVgQ7

د مسعود د تایید نښې لرونکې ټویټرپاڼه: https://twitter.com/AhmadMassoud01

عبدالرشید دوستم

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په نوم ۳۵ فېسبوکپاڼې او درې ټويټرپاڼې جوړې شوې، خو د هغه مطبوعاتي دفتر وایي چې دوستم د ټويټر او فېسبوک پاڼې نه لري.

ګلبدین حکمتیار

د حزب اسلامي افغانستان د مشر ګلبدین حکمتیار په نوم په داسې حال کې ۳۰ فېسبوکپاڼې او دوې ټویټرپاڼې جوړې شوې چې د دغه ګوند مطبوعاتي دفتر وایي، حکمتیار د فېسبوک او ټویتر پاڼې نه لري.

عطامحمد نور

د جمعیت اسلامي د یوې څانګې مشر عطامحمد نور په نوم ۲۰ فېسبوکپاڼې او پنځه ټويټرپانې جوړې شوې دي.

د نور تایید نښې لرونکې فېسبوکپاڼه: https://bit.ly/3l1scU2

د نور د تایید نښې لرونکې ټویټرپاڼه مو ونه مونده.

حامد کرزی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوم ۱۹ فېسبوکپاڼې او یوه ټويټرپاڼه جوړې شوې دي.

د کرزي تایید نښې لرونکې فېسبوکپاڼه: https://bit.ly/3ox5llg

د کرزي تایید نښې لرونکې ټویټرپاڼه: https://twitter.com/DrabdullahCE

ذبیح الله مجاهد

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد په نوم ۱۷ جعلي فېسبوکپاڼې او یوه جعلي ټویټرپانه جوړه شوې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، مجاهد فېسبوکپاڼه نه لري او یوه اصلي ټویټرپاڼه لري.

د مجاهد اصلي ټویټرپاڼه چې د وزارت مطبوعاتي دفتر تایید کړې ده: https://twitter.com/Zabehulah_M33

امرالله صالح

د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په نوم ۱۷ فېسبوکپاڼې او یوه ټويټرپاڼه جوړې شوې دي.

د صالح د تایید نښې لرونکې فېسبوکپاڼه: https://bit.ly/3uCo9Rm

د صالح د تایید نښې لرونکې ټویټرپاڼه: https://twitter.com/AmrullahSaleh2

ډاکټر عبدالله عبدالله

د تېر حکومت د ملي پخلاینې شورا د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په نوم ۱۳ فېسبوکپاڼې جوړې شوې دي خو جعلي ټويټرپاڼه یې په نوم نشته.

د عبدالله د تایید نښې لرونکې فېسبوکپاڼه: https://bit.ly/3ox5llg

د عبدالله تایید نښې لرونکې ټویټرپاڼه: https://twitter.com/DrabdullahCE

ملا عبدالغني برادر

د افغانستان د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په نوم لس فېسبوکپاڼې او اته ټويټرپاڼې جوړې شوې، خو د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي چې برادر د فېسبوک او ټویټر حسابونه نه لري.

قاري محمد یوسف احمدي

د حکومت د رسنیو مرکز د مشر قاري محمدیوسف احمدي په نوم شپږ فېسبوکپاڼې او دوه ټوېټرپاڼې جوړې شوې دي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې احمدي فېسبوکپاڼه نه لري.

د احمدي اصلي ټویټرپاڼه چې یاد وزارت تایید کړې ده: https://bit.ly/3AxXE0s

احمدالله وثیق

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي کمېسیون د غړي احمدالله وثیق په نوم درې فېسبوکپاڼې او یوه ټويټرپاڼه جوړې شوې دي.

د وثیق اصلي فېسبوکپاڼه چې خپله یې تایید کړې ده: https://bit.ly/3mk5PIN

د وثیق اصلي ټویټرپاڼه چې خپله یې تایید کړې ده: https://twitter.com/WasiqAhmadullah

شېرمحمد عباس ستانکزی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په نوم درې فېسبوکپاڼې او درې ټوېټرپاڼې جوړې شوې دي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې شېرمحمد عباس ستانکزی د فېسبوک او ټویټرپاڼې نه لري.

سرور دانش

د پخواني ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په نوم دوې فېسبوک پاڼې جوړې شوې خو په نوم یې جعلي ټوېټرپاڼه نشته.

د دانش د تایید نښې لرونکې فېسبوکپاڼه: https://bit.ly/3l4GWRT

د دانش د تایید نښې لرونکې ټویټرپاڼه: https://twitter.com/VPdanesh

مولوي محمد حسن اخوند

د ريئیس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند په نوم دوه فېسبوکپاڼې او یوه ټويټرپاڼه جوړې شوې، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې مولوي محمد حسن د فېسبوک او ټویټر پاڼې نه لري.

پر جعلي پاڼو پاروونکې څرګندونې

د یادو کسانو په نومونو پر ځینو جوړو شوو جعلي پاڼو یوازې انځورونه خپاره شوي، پر ځینو غیر سیاسي لیکنې شوې، خو پر ځینو بیا پاروونکې لیکنې شوې چې ځینې یې د بېلګې په توګه را اخلو:

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ته پر منسوبه جعلي فېسبوکپاڼه لیکل شوي: «پنجابکه لږ انتظار وکړه، دغه به د هېر شي موږ خپلو وروڼو ته عفوه اعلان کړې ده، تا سره حساب کوو که زړه مو پرې یخ شو څه ورته وليکئ.»

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته پر منسوبې یوې فېسبوکپاڼې لیکل شوي: «ډوزمار عطا بيا په اسلام اباد کې څه ويلي، ډيورنډ بايد رسمي شي، که چېرې په تللو اشخاصو کې يو د پاکستان د ملي ګټو د ساتلو څخه خلاص سياستمدار واى، نو عطاګي ته به په هماغه کنفرانس کې داسې ځواب ورکړى واى چى بيا په ژوند کې عطاګي د ډيورنډ نوم په خوله نه واى اخيستى.»

دغه راز د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته پر منسوبه فېسبوکپاڼه د عطامحمد نور انځور خپور شوی او ورسره لیکل شوي: «دوستانو د حرام خور په باره کې مو چه نظر! !!!!!!!!»

ولې جعلي پاڼې جوړیږي؟

د سیاسي چارو پوه معروف مسلمیار پژواک خبري آژانس ته وویل، په ټولنیزو رسنیو کې جعلي پاڼې معمولاً په یوه ټولنه کې د مشهورو او پېژندل شوو کسانو په نومونو جوړیږي.

د ده په وینا، هغه ګاونډي هېوادونه چې په افغانستان کې قومي او مذهبي ګټې لري، هم هڅې کوي چې په ټولنیزو شبکو کې جعلي پاڼې جوړې کړي او له لارې یې قومي او مذهبي شخړو ته لمن ووهي.

دغه راز د هغه په خبره، یو شمېر نور هغه هېوادونو چې په افغانستان کې مذهبي او قومي ګټې نه لري، هغوی بیا هڅې کوي چې سیاسي موضوعاتو ته له جعلي پاڼو لمن ووهي او د خلکو او حکومت ترمنځ یو ډول واټن رامنځته کړي.

دی وایي، یو شمېر سیاسیون، قومي مشران او د حکومت مخالفین هم غواړي چې د جعلي پاڼو له لارې د هېواد دننه اختلافتونه رامنځته کړي.

مسلمیار وایي، په ټولنه کې باید د بیان له ازادی تعریف شتون ولري؛ داسې نه چې خلک له ټولنیزو پاڼو هر ډول ګټه واخلي او د بیان د ازادي نوم ورکړي.

دی وایي چې د ټولنیزو شبکو پاڼې باید د حکومت له خوا تر هغه بریده کنټرول شي چې د بیان ازادي زیانمنه نه شي.

د ده په اند، افغانستان د جعلي ټولنیزو پاڼو او نورو ناسمو تبلیغاتو له اړخه ځکه ډېر زیانمن کېږي چې په څلوېښتو کلونو کې په جګړه کې و، خو کله چې د افغانستان خلک یو متحد او قوي ملت وي، بیا د دې ډول کړنو اغېز پر ټولنه کمېږي.

حکومت یې د مخنیوي هڅه کوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق پژواک ته وویل چې دا ډول جعلي پاڼې د هغو کسانو له خوا جوړیږي چې غواړي په یو ډول مخالفت وکړي او د خلکو ذهنونه بوخت وساتي.

ده وویل حکومت هڅه کوي چې د مخابراتو وزارت له لارې د دغو جعلي پاڼو د فعالیت مخه ونیسي.

Visits: 1434

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.