کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو د ۷۶ عمومي غونډې مشر او د مالدیو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله شهید وايي، نړیوال دې د افغانستان د بشري ستونزو حل لپاره مرسته وکړي.
د روسیې تاس خبري اژانس لیکلي، عبدالله شهید تېره ورځ د ملګرو ملتونو ۷۶ عمومي اسامبلۍ غونډې ته وویل چې په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر خطرناک دی او د دغه هېواد وګړي د ټولې نړۍ مرستو ته اړتیا لري.
هغه وايي، د مرستو په برخه کې لومړیتوب باید ښځو او ماشومانو ته ورکړل شي.
دغه راز شهید زیاته کړې، افغانان باید پرېښودل شي چې خپله راتلونکې په خپله وټاکي.
دا په داسې حال کې ده چې څه باندې دوه میاشتې مخکې کابل د طالبانو لاسته ولوېد او اوس یې نوی سرپرست حکومت اعلان کړی دی.
افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره په داسې حال کې مخ دي چې د دغه هېواد د څه کم لس میلیارده ډالرو پانګه امریکا کنګل کړې او تر اوسه هیڅ هېواد نوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.