کندهار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۰): د کندهار پوهنتون محصلین وایي، له دوو میاشتو ډېره موده کېږي چې درسونه یې نه دي پيل شوي او بې برخلیکه پاتې دي.
د طالبانو له واکمنېدو سره د ډېرو نورو چارو ترڅنګ د زده کړو بهیر هم ټکنی شوی او دولتي پوهنتونونو تر اوسه تدریسي بهیر نه دی پيل کړی.
د کندهار پوهنتون محصلین وایي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر یوه میاشت مخکې ویلي وو چې پوهنتونونه به ژر پيل شي، خو لا تر اوسه نه دي پيل شوي.
د کندهار پوهنتون محصل کمال الدین څپاند وايي، له یوې خوا کار او روزګان نشته او له بلې خوا محصلین بې برخلیکه دي چې دوی ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «هغه محصلین چې په وروستي سمسټر کې دي، تر ټولو ډېر له ستونزو سره مخ دي؛ ځکه له یوې خوا کار او روزګار نشته او له بلې خوا پوهنتون ته انتظار دي او نه شي کولای داسې کار وکړي چې زده کړې ورڅخه پاتې شي.»
دی زیاتوي، په هنتونونو کې هغه ټول اصول او شرایط په پام کې نیول کېږي چې اوسنۍ ادارې ټاکلي خو بیا هم له کوم معلوم لامل پرته درسونه نه دي پیل شوي.
د ده په خبره، په تېرو دوو کلونو کې د پوهنتون درسي بهیر یو ځل د کرونا له امله ګډوډ شو خو اوس بیا د طالبانو له راتګ سره له خنډ او ځنډ سره مخ دی.
د کندهار پوهنتون یو بل محصل عبدالله وایي، که د لوړو زده کړو وزارت مسوولین نه غواړي ځوانان له لوړو زده کړو زړه توري شي نو پوهنتونونه دې ژر تر ژره پیل کړي.
هغه زیاته کړه: «موږ چې د اوسنیو چارواکو خبرو ته ګورو نو له درسونو مو زړه تورېږي، له یوې خوا پر محصلینو یا فارغینو بې ځایه نیوکې کېږي او توهین امېزه خبرې ورته کېږي، بل خوا د زده کړو بهیر په ټپه ولاړ دی چې موږ یې سخت اندېښمن کړي یوو.»
د عزیزالله په نوم بل محصل پژواک خبري اژانس ته وویل، وروستی کال یې دی، یوازې دوې میاشتې درسونه یې پاتې دي چې فارغ شي، خو اوس نه دنده ورته پیدا کېږي او نه داسې کار کولای شي چې له امله یې پوهنتون پاتې شي.
ده وویل: «مخکې مې په پوهنتون کې د زده کړو ترڅنګ نیمه ورځ دنده ترسره کوله، خو اوس مې هم دنده له لاسه ورکړه او هم مو د پوهنتون زده کړې ځنډېدلې دي.»
د کندهار پوهنتون مسوولین هم وایي، تر اوسه له مرکز څخه هیڅ راز معلومات نه دي ورکړل شوي چې ولې درسونه نه پیلېږي؟
د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو د امریت مسوول اکبرشاه اعظمي پژواک خبري اژانس ته وویل، څه موده وړاندې چې په پوهنتونونو کې د نارینه او ښځینه محصلینو د ګډ تعلیم موضوع وه نو هغه حل شوه او د وزارت په غوښتنه داسې پرېکړه وشوه چې د نارینه او ښځینه محصلینو تر منځ باید یوه پرده وي.
دی وايي، د دې موضوع له حل وروسته بله داسې کومه موضوع نه ده پاتې چې پر بنسټ یې د لوړو زدوه بهیر لا هم وځنډول شي.
خو ده یادونه وکړه چې د بودجې د نشتوالي ستونزه پر ځای پاتې ده چې کېدای شي د زده کړو د بیا پیل د ځنډ لامل وی.
ده وویل: «موږ ته د وزارت له خوا هیڅ نه دي ویل شوي چې د کوم لامل پر اساس د زړه کړو بهیر نه پيلېږي، مخکې چې د نارینه او ښځينه محصلینو د بېلوالي موضوع وه، هغه حل شوې ده خو د بودیجې د نشتوالي ستونزه پر ځای پاتې ده ځکه ډېر محصلین په لیلیه کې اوسېږي او هغوی مصارف غواړي.»
کندهار پوهنتون نږدې ۱۰زره محصلین لري چې شاوخوا ۵ زره یې د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي، له دوی څخه ډېر يې په لیلیه کې اوسېږي او د پوهنتون له خوا باید مصارف ورته برابر شي.
د یادونې ده، واک ته د طالبانو له رسېدو سره نه یوازې د دولتي پوهنتونونو د زده کړو بهیر په ټپه درېدلی، بلکې د نجونو لېسې هم بندې شوې او تر اوسه يې لا د پيلېدو په اړه پرېکړه نه ده شوې.