ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قراردادي شرکتونه: نړیوال بانک دې د تکمیل شوو پروژو پاتې پیسې راکړي

قراردادي شرکتونه: نړیوال بانک دې د تکمیل شوو پروژو پاتې پیسې راکړي

author avatar
28 Oct 2021 - 15:41
قراردادي شرکتونه: نړیوال بانک دې د تکمیل شوو پروژو پاتې پیسې راکړي
author avatar
28 Oct 2021 - 15:41

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۰ ): د یو شمېر قراردادي شرکتونو مسوولین وایي چې په نړیوال بانک یې څه باندې پنځه میلیارده افغانۍ د ځينو تکمیل شوو پروژو پور پاتې دی.

د یادې موضوع په تړاو د قراردادي شرکتونو مسوولین د لړم په ۶مه په کابل کې د يوناما دفتر مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو او له یوناما یې وغوښتل څو د دوی ستونزې د نړیوال بانک له مسوولینو سره شریکې کړي.

په دې اعتراضیه غونډه کې سردارولي انتطار چې د يوه شرکت رییس دی، پژواک ته وویل چې د ۱۲۰ شرکتونو مسوولین راټول شوي او له نړیوال بانک څخه خپل حق غواړي.

هغه وویل: ((ټولې ۱۲۰ پروژې دي چې ۳۶ پروژو کارونه په تېر حکومت کې تکميل شوي او نورې نیمه کاره پاتې دي خو نړيوال بانک زموږ د تکميل شوو پروژو پيسې لا تر اوسه نه دي راکړې.))

دی وایي، نړیوال بانک دې د دوی د تکمیل شوو پروژو پیسې ورکړي او کومې پروژې چې کارونه یې نیمګړي پاتې دي، بېرته دې پیل کړي.

نوموړی وایي، تر هغه وخت پورې به د یوناما دفتر مخې ته د اعتراض په ډول ولاړ وي، څو د دوی غږ د نړیوال بانک چارواکو ته نه وي رسېدلى.

همدارنګه حامد سروري چې د یوه بل شرکت رییس دی پژواک ته وویل چې دغو شرکتونو د حکومت له سقوط څخه مخکې خپلې پروژې تکمیل کړې وې او پيسې یې تر اوسه پورې پاتې دي.

نوموړي وویل چې نړیوال بانک د یادو شرکتونو څه باندې ۵،۳ ميلیارده افغانۍ پوروړى دى.

هغه وویل چې EZKAR او KMDP . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.