ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د زون په کچه د مرستون ودانۍ جوړه او پرانیستل شوه

په کندهار کې د زون په کچه د مرستون ودانۍ جوړه او پرانیستل شوه

author avatar
31 Oct 2021 - 11:54
په کندهار کې د زون په کچه د مرستون ودانۍ جوړه او پرانیستل شوه
author avatar
31 Oct 2021 - 11:54

کندهار (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۰): په کندهار کې د زون په کچه د سرې میاشتې اړوند د مرستون ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.

د دغې ودانۍ د جوړولو چارې دوه نیم کاله مخکې د کندهار ښار په عینو مېنه کې پیل شوې وې چې په دې وروستیو کې بشپړې شوې.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د کندهار والي محمد یوسف وفا تر څنګ د سرې میاشتي عمومي ادارې مرستیال او یو شمېر مسوولینو ګډون کړی وو.

د سوېل لوېدیځي حوزې په کچه د سرې میاشتې رییس احمد جاوېد نېکزاد پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرستون دغه ودانۍ په ۸۲۸۰ متره مربع ځمکه کې د درېیو پوړونو په لرلو جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د ودانۍ پر جوړولو ټولټال ۶۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د سرې میاشتې له خپلې بودجې ورکړل شوی دی.

وموړي په وینا، په دغې ودانۍ کې ۲۴ کورنۍ چې هره یوه ۷ غړي ولري، کولای شي ژوند وکړي.

دغه راز کندهار والي محمد یوسف وفا بیا د سرې میاشتې له مسوولینو او ملي سوداګرو څخه مننه وکړه چې په هېواد کې د لېونیانو او بې سرپرسته ښځو او ماشومانو لپاره دا ډول ودانۍ جوړوي او له هغوی سره مرستې کوي.

هغه زیاته کړه، په اوسنیو سختو شرایطو کې د ملي سوداګرو او خیریه ټولنو یا موسسو مرستې اړینې دي چې باید په افغانستان کې یې له بې وزلو کورنیو سره وکړي.

ده نیوکه وکړه، چې اوس مهال په افغانستان کې امنیت ډېر سم دی هیڅ بهرني ته خطر نشته خو بیا هم دلته ډېرو نړیوالو خیریه بنسټونو او نورو هېوادونو مرستې درولې دي.

بل خوا د افغانستان د سرې میاشتې عمومي ریاست مرستیال عین الدین ترابي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ودانۍ کې به د کندهار په ګډون د جنوبي زون د څلورو ولایتونو بې سرپرسته ماشومان، ښځې او لېونیان ساتل کېږي او د دوی له خوا به یې پالنه کیږي.

هغه وايي، مخکې دوی بې سرپرسته ښځې، ماشومان او لېونیان په یوې کرايي ودانۍ کې ساتل چې اوس دا ستونزه حل شوه.

د کندهار د عامې روغتیا ريیس حافظ عبدالحي عباس وویل، دوی هڅه کوي چې ICRC, WHO . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.