ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د واده پر مراسمو د ډزو په تړاو دوه کسان نیول شوي دي

په ننګرهار کې د واده پر مراسمو د ډزو په تړاو دوه کسان نیول شوي دي

author avatar
31 Oct 2021 - 09:25
په ننګرهار کې د واده پر مراسمو د ډزو په تړاو دوه کسان نیول شوي دي
author avatar
31 Oct 2021 - 09:25

کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۰): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال وایي، تېره ورځ په ننګرهار کې د واده پر مراسمو د ډزو په تړاو دوه کسان نیول شوي او یو یې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې دی.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په شمسپور مار غونډۍ کلي کې وسله والو د واده پر مراسمو ډزې کړې وې چې له امله یې دوه ښځې وژل شوې او لس تنه نور ټپیان شوي وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «پرون درې کسان د طالبانو له نوم څخه په استفادې د واده مراسمو ته ورغلي او غوښتنه يې کړې چې ساز او سرود بند کړي او وروسته یې ډزې کړې دي.»

ده لیکلي چې د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي او یو تن تښتېدلی چې تعقیب يې روان دی.

مجاهد لیکلي، د پېښې عاملين چې «د اسلامي امارت»له نوم څخه په استفاده یې شخصي تربګني پاللې د‌ شريعت منګولو ته وسپارل شول.

Visits: 145

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.