خوست ښار (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۰): په خوست کې د کرونا او نورو ناروغيو د معايناتو په موخه د پي سي ار لابراتوار پرانېستل شو.
د مسوولينو په وينا، په دې لابراتوار کې به د کرونا ترڅنګ د تور او سپين زيړي او اېچ ای وي معاينات هم ترسره کيږي.
د خوست والي محمدنبي عمري وايي چې دا لابراتوار د روغتيا نړيوالې ادارې يا WHO په مالي همکارۍ د خوست په عامې روغتيا رياست کې نصب او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
نوموړي وويل چې پردې لابراتوار څه د پاسه ۱۳.۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د بېلابېلو ناروغيو تشخيص او معاينات په ډېر کم وخت کې په دقيقه توګه ترسره کوي.
ده زياته کړه: ((نن ورځ موږ خوشبختانه د عامې روغتیا په برخه کې د یوه ښه زیري شاهدان یو. د افغانستان حکومت ژمن دی, چې د عامې روغتیا سکتور په برخه کې به وړ اصلاحات رامنځته او ولس ته به د روغتیا په برخه کې وړ خدمات عرضه شي.))
ورته مهال د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري وايي چې دا ماشين په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۵۰ معایناتو ترسره کولو ظرفیت لري، چې د کرونا ترڅنګ به په کې د تور او سپین زیړي او HIV معاینات هم ترسره کوي.
هغه وويل چې له دې مخکې د دغه ولايت خلک د يادو معايناتو لپاره نورو سيمو ته تلل.
هغه وايي: ((نن د خوست میشتو هغه ارمانونه په پوره کېدو دي چې پخوا به د PCR معایناتو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته تلل. دا د WHO . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.