ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند بورسونو ته بریالي سلګونه محصلین د ویزې نه ترلاسه کولو له امله بې برخلیکه دي

د هند بورسونو ته بریالي سلګونه محصلین د ویزې نه ترلاسه کولو له امله بې برخلیکه دي

author avatar
12 Nov 2021 - 09:43
د هند بورسونو ته بریالي سلګونه محصلین د ویزې نه ترلاسه کولو له امله بې برخلیکه دي
author avatar
12 Nov 2021 - 09:43

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۰): د هند بورسونو ته یو شمېر بریالي شوي محصلین د دغه هېواد ویزو پر نه ورکولو نیوکه کوي او وايي، که دوی ته ویزه ور نه کړل شي، له درسونو پاتې کېږي او دا خطر شته چې بورسونه یې لغوه شي.

یادو محصلینو له پژواک سره مرکو کې ویلي چې په دې دوو کلونو کې نږدې ۲۰۰۰ کسان د هند بورسونو ته بریالي شوي چې تر اوسه د ویزې نه ورکول کېدو له امله بې برخلیکه دي.

دوی وايي چې تېر کال یې د کرونا ویروس له امله د هند ویزې نه دي ترلاسه کړې او سږ کال یې په هېواد کې د سیاسي بدلون له امله د دغه هېواد ویزې نه دي اخیستې.

د یادو محصلینو په خبره، د هند یو شمېر پوهنتونونه په انلاین بڼه درس ورکوي، خو ځینو یې حضوري درسونه پیل کړي دي.

د هندوستان «کیت» پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل احمد صدام پژواک ته وویل چې تېر او سږ کال سلګونه افغانانو د هند بورسونه ترلاسه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې تېر کال د کرونا ویروس خپرېدو او قرنطین، سږ کال هم د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله سلګونه محصلین د ویزو له اخیستو بې برخې شوي دي.

هغه روښانه کړه: ((بهرنیو چارو وزارت ته مو مراجعه وکړه، ویې ویل چې د ویزې ورکړه د هند دولت اړوند ده، موږ په دې برخه کې هيڅ مرسته نه شو کولای، یوازې هغه کار چې کولای یې شو په الوتنو کې مرسته ده، کابل کې د هند سفارت هم ورته ځواب درلود.))

د هغه په خبره، د هغو محصلینو درسونه چې سږ کال بورسونو ته بریالي شوي، د اکتوبر په میاشت کې په انلاین بڼه پیل شول، خو له ځینو محصلینو غوښتنه وشوه چې په حضوري ډول درسونو ته حاضر شي، له همدې امله دوی اوس مهال بې برخلیکه دي.

هغه روښانه کړه چې اوس مهال محصلین اندېښمن دي چې خدای مه کړه د ویزې نه درلودو او په حضوري درسونو کې د نه ګډون له امله یې بورسونه لغوه شي.

د هند بوروسونو ته بریالي محصل وقار احمدزي پژواک ته وویل، د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۲۱مه یې د هند بورسونو ته ازموینه ورکړه او د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۲۱مه ورته بریالی شو.

هغه وویل، تر اوسه درې ځلې په کابل کې د هند سفارت ته تللی، خو دوی ورته ویلي چې د نظام د بدلون له امله په کابل کې د هند سفارت بند دی او خدمات نه وړاندې کوي، تر راتلونکي خبر په تمه شئ.

نوموړي زیاته کړه: ((هغه کسان چې د ۲۰۲۱ کال بورسونو کې بریالي شوي، یا هغه محصلین چې د کورنیو د لیدو لپاره افغانستان ته راغلي وو، هيڅ یوه ویزه نه ده اخیستې او برخلیک یې نامعلوم دی.))

احمدزي د حکومت له مشرتابه وغوښتل چې د هند هېواد له مسوولینو سره تماس کې شي، د محصلینو یاده ستونزه دې حل کړي چې وکولای شي ویزه ترلاسه او په هند کې خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوي او په راتلونکي کې د هېواد او خلکو لپاره د خدمت جوګه شي.

نوموړي پر رامنځته شوي وضعیت نیوکه وکړه او ویې ویل چې ټول محصلین د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي.

د هند بورسونو ته بل تازه بریالي شوي محصل نجیب الله کاکړ پژواک ته وویل چې په ازموینه کې بریالی شو، خو تر اوسه د سیاسي نظام د بدلون او په کابل کې د هند سفارت بندېدو له امله د ویزې پر اخیستو نه دی بریالی شوی.

هغه زیاته کړه: ((موږ څو ځلې په افغانستان کې د هند سفارت، د افغانستان د بهرنیو چارو او لوړ زده کړو وزارتونو ته ورغلي یو، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی راکړی.))

نوموړي دې ته په اشاره چې له څو میاشتو راهیسې یې درسونه پیل شوي، وویل، چا چې وېزه درلوده، د لوړو زده کړو لپاره هند ته لاړل، خو ډېری شمېر محصلین د ویزې پر اخیستو او هند ته په سفر نه دي توانېدلي.

یاد محصلین وايي، څو ځلې یې خپلې ستونزې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت، بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د هند له سفارت سره شریکې کړې دي، خو تر اوسه په دې برخه کې هيڅ پرمختګ نه دی شوی.

دوی له مسوولینو، په ځانګړې توګه بهرنیو چارو وزارت، لوړو زده کړو وزارت او په کابل کې د هند له سفارته غواړي چې د رسمي لیک استولو له لارې د هند له چارواکو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړي.

په ورته وخت کې په هند کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي مسوول عبدالحق ازاد پژواک ته وویل چې دوی د محصلینو ستونزې اورېدلې او د هند له اړوند ادارې سره یې شریکې کړې دي.

هغه زیاته کړه: ((د سفارت مشرتابه د هند د اړوند بنسټو له مسوولینو سره لیدلي هم دي، خو د ویزې ستونزې تر اوسه نه دي حل شوې او اوس هم د هند دولت زموږ محصلینو ته ویزې نه ورکوي.))

نوموړی وايي، د هغو محصلینو معلومات یې د هند له دولت سره شریک کړي چې د ویزو اخیستو غوښتنه کوي.

د هغه په خبره، د هند دولت دا موضوع تعقیبوي، هیله لرو چې د ویزې ستونزې په نږدې راتلونکې کې حل شي.

ازاد له تازه بریالي شوو محصلینو او هغو محصلینو چې د رخصتۍ لپاره افغانستان ته راغلي، وغوښتل چې د محدود وخت لپاره نور هم په تمه شي.

پژواک خبري اژانس پر ډېرو هڅو سربېره په دې اړه د افغانستان د کورنیو او لوړو زده کړو وزارتونو د نظر پر اخیستو بریالی نه شو.

Visits: 328

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.