Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورنیو چارو وزارت پر پاکستان د وسلو پلورل رد کړل

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې په افغانستان کې شته امریکايي وسلې په پاکستان پلورل کېږي.

یاد شوی وزارت له هغه وروسته په دې اړه غبرګون ښيي چې وړمه ورځ د پاکستان مشهورې انګلیسي ورځپاڼې (ډان) خبر ورکړی و چې پاکستان له طالبانو څخه په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیانو پاتې شوې وسلې پېري.

د ورځپاڼې په حواله، د پاکستان او طالبانو تر منځ د شوي تړون له مخې په افغانستان کې شته امریکايي وسلې ځکه په پاکستان پلورل کېږي څو د پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو ډلو لاس ته ور نه شي.

خو د کورنيو چارو وزارت دا ډول خبرونه پروپاګنډ ګڼي.

د دغه وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي، وسلې په چا نه پلوري، ځکه دوی خپله وسلو ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي، حکومت د وسلو د قاچاق پر وړاندې جدي دی او هیچا ته د وسلو د قاچاق یا پلور اجازه نه ورکوي.

ده وویل: ((موږ د نوي اردو د جوړولو په حال کې یوو او لا نورو وسلو ته اړتیا لرو، چا ته اجازه نه ورکوو چې یو میل وسله قاچاق یا په چا وپلوري.))

دا په داسې حال ده چې د امریکا د متحده ایالاتو مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار له افغانستانه د دوی د ځواکونو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ۸۵ میلیارډه ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات یې طالبانو ته پرې ایښي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.