ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د روسي سرو زرو او غوړو بیې لوړې شوې دي

په کابل ښار کې د روسي سرو زرو او غوړو بیې لوړې شوې دي

author avatar
20 Nov 2021 - 15:42
په کابل ښار کې د روسي سرو زرو او غوړو بیې لوړې شوې دي
author avatar
20 Nov 2021 - 15:42

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۰): د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت راټیټ شوی، د غوړو او روسي سروز زرو بیې لوړه شوې خو د بورې بیه بیا لوېدلې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو ټولنې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې د پلور بیه له ۲۹۰۰ نه ۲۸۵۰افغانیو ته راټیټه شوې ده.

نوموړي وویل چې د بورې بیه د وارداتو ډېرېدو او هغه ته د تقاضا د کموالي له امله رالوېدلې ده.

صافي زیاته کړه چې د تېرو اوو ورځو په پرتله نن د ۱۶لېتره مالیزیایي غوړو د پلور بیه له ۲۵۵۰ نه ۲۶۰۰افغانیو ته پورته شوې؛ ځکه چې په نړیوالو بازارونو کې د غوړو بیه لوړه شوې ده.

خو د نورو خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

نن هم لکه اووه ورځې وړاندې په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د پلور بیه ۲۲۰۰افغانۍ، ۲۴کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۲۵۰افغانۍ، ۲۴کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۵۰افغاني، ٤٩کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۹۵۰افغانۍ، ۱۶لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۶۵۰افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۹۰افغانی او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۶۰افغانیو پلورل کېږي.

د نفتي توکو بیو هم بدلو نه دی کړی.

د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن هم لکه تېره شنبې د یوه لېتر پټرولو بیه ۷۸ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۷۱ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه اووه ورځې مخکې د یو کیلوګرام مایع ګازو بیه ۹۰افغانۍ ده.

د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې ده. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.