Language

له کابله تښتول شوی یو ماشوم په کندهار کې د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۰): درې ورځې مخکې له کابله تښتول شوی یو ماشوم تېره ورځ په کندهار کې د تښتوونکو له بنده راخوشی شوی او د دې قضیې په تړاو درې کسان نیول شوي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي چې یاد ماشوم پرون ماښام په کندهار کې د امنیتي ځواکونو له خوا په ترسره شوو عملیاتو کې د تښتوونکو له بنده خوشی او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

سرچینې لیکلي چې د دې پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي دي.

سرچینې د امنیتي مسوولینو له قوله لیکلي چې تښتوونکو د یاد ماشوم له کورنۍ پنځه سوه زره امریکایي ډالر غوښتي وو.

پرون هم حکومتي مسوولینو په کابل کې د تښتوونکو له بنده د یوه ماشوم د راخوشي کېدو خبر ورکړی و.