ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مالیه وزارت: په تېرو درې میاشتو کې د هېواد صادرات ۲۶،۸ میلیارد افغانیو ته رسېدلي

مالیه وزارت: په تېرو درې میاشتو کې د هېواد صادرات ۲۶،۸ میلیارد افغانیو ته رسېدلي

author avatar
21 Nov 2021 - 16:14
مالیه وزارت: په تېرو درې میاشتو کې د هېواد صادرات ۲۶،۸ میلیارد افغانیو ته رسېدلي
author avatar
21 Nov 2021 - 16:14

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۰): د مالیې وزارت وايي چې د مخکني نظام د وروستیو درېیو میاشتو په پرتله په نوي نظام کې د هېواد د صادراتو کچه څه باندې دوه برابره زیاته شوې ده.

دغه وزارت نن (یکشنبه) رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې صادرات د هر هېواد د اقتصاد یوه مهمه برخه شمېرل کېږي، نو له همدې امله نوي سرپرست حکومت هم له لومړۍ ورځې صادراتو ته خاصه پاملرنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د مخکني حکومت په پرتله د صادراتو کچې د پام وړ وده کړې او هغه داسې چې د تېر نظام په وروستیو درې (غبرګولي، چنګاښ او زمري) میاشتو کې د افغانستان ټول صادراتو ۵۸۱ .۱۱ ميلیارده افغانیو ته رسېدل، خو د نوي نظام په لومړیو درېيو میاشتو (وږی، تله او لړم) کې دغه رقم ۸۳۰ .۲۶ میلیارده افغانیو ته رسېدلي دي.

سرچینې لیکلي چې یادو شمېرو ته په پام د صادراتو کچې وده ۱۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د مالیې وزارت په وینا، دا د دې ښکارندويي کوي چې د نوي نظام مسوولین د هېواد اقتصاد او صادراتو ته ځانګړې پاملرنه لري.

خو سرچينې دا نه ده په ډاګه کړې چې کوم توکي کومو هېوادونو ته صادر شوي، خو د ويلو ده چې په دې وروستيو کې له افغانستانه چين ته ۵۵۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.