ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار رابعه بلخي روغتون کې له پایوازانو په بېلابېلو پلمو پیسې اخیستل کېږي

د کابل ښار رابعه بلخي روغتون کې له پایوازانو په بېلابېلو پلمو پیسې اخیستل کېږي

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۰): د رابعه بلخي روغتون یو شمېر مراجعین وایي چې د دغه روغتون ځيني کارکوونکي ترې په بېلابېلو پلمو پيسې اخلي، خو د یاد روغتون مسوولین بیا دغه ادعا ردوي.

رابعه بلخي د کابل ښار يو له مشهورو زېږنتونونو دی چې د مرکز په ګډون د ولسوالیو ناروغان هم ورته راوړل کېږي.

ځيني ناروغ لرونکي د ياد روغتون کارکوونکو له چلنده شکايت کوي او وايي چې روغتون ته د دننه کېدو او بستر پر مهال ترې پيسې اخیستل کېږي.

د کابل يوه اوسېدونکی حبیب الله چې دغه روغتون ته يې خپله مېرمن راوستلې وه، پژواک ته وویل چې د یاد روغتون یو شمېر کارکوونکې له دوی د شېريني او په نورو نومونو پیسې اخلي.

هغه وویل، مېرمن یې په روغتون کې دوه شپې او ورځې بستر وه او په ياد وخت کې ترې د روغتون ملازمینو ۵۰۰ افغانۍ اخیستې دي.

نوموړی وایي: "کله به مې چې له باندې خپل ناروغ لپاره خواړه راوړل، نو خدمو  به روغتون ته د ننوتلو په بدل کې ۲۰ يا ۳۰ افغانۍ راڅخه اخیستې."

نوموړی دغه راز د ياد روغتون له ډاکټرانو هم شکايت کوي او زياتوي چې د شپې له خوا نوکريوال ډاکټران د ناروغانو سمه پالنه نه کوي.

د شېرین ګل په نوم يوه ښځه چې لور يې په ياد روغتون کې بستري ده، پژواک ته وويل چې کله دا د خپلې لور پوښتنې ته ورځي، نو خدمې پيسې ترې غواړي.

هغې وویل: "زه پيسې نه لرم چې د روغتون خدمو ته یې ورکړم، نو ځکه یوه شپه کېږي چې لور مې بستر ده، خو تر اوسه یې احوال ته نه یم ورغلې."

شېرين ګل په داسې حال کې چې له خپل بد اقتصادي وضعيته سر ټکوي، زياتوي چې د روغتون خدمې وايي، دوی له ناروغانو سره ډېرې ستونزې تېروي او دا يې حق دی چې د ناروغ پايوازان پیسې ورکړي.

مریم هم چې له خپلې مور سره دغه روغتون ته راغلې وه، پژواک ته وویل چې خدمې د روغتون له دروازې سره ولاړې وي او څو چې د ناروغانو پايوازان پيسې ور نه کړي، د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

نوموړې وايي چې نن درې ځلې د مور لیدو ته ورغلې وه او په هر ځل ترې خدمو ۵۰ افغانۍ اخیستې دي.

يادو کسانو له مسوولینو غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه حل کړي څو خلک په ازاده له خپلو ناروغانو څخه ليدنه وکړي.

بلخوا د رابعه بلخي روغتون رییسې ډاکټرې ذکیې عزیزي پژواک ته د روغتون له خدمو د مراجعينو شکايتونه رد کړل او دا يې تش دروغ وبلل.

هغې وویل چې د روغتون د ټولو چارو، خدمو، نوکريوال ډاکټرانو او مسوولینو څخه له کاره څارنه کېږي او څوک نه شي کولای چې له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کړي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.