ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښاریان: موبایل زموږ شخصي حریم دی، باید ونه پلټل شي

ښاریان: موبایل زموږ شخصي حریم دی، باید ونه پلټل شي

author avatar
29 Nov 2021 - 14:50
ښاریان: موبایل زموږ شخصي حریم دی، باید ونه پلټل شي
author avatar
29 Nov 2021 - 14:50

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۰): یو شمېر کابل ښاریان چې په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت اړوند کسانو د دوی موبایلونه پلټلي، اندېښمن دي او دغه کار د بشري حقونو تر پښو لاندې کول او پر شخصي حریم تېری بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو يو شمېر اوسېدونکو پژواک اژانس ته وويل چې دغه کار په بېلابېلو سيمو کې د حکومت د وسله والو کسانو له خوا بند شوی او ورته ویل شوي چې باید د خلکو مبایلونه ونه کتل شي.

خو د سرپرست حکومت یو چارواکی وايي، امنیتي ځواکونه د دې حق نه لري چې موبايلونه وګوري او ښاریان وځوروي، خو په ځينو مواردو کې  ښایي د راپورونو له مخې استخباراتي کسانو د چا موبایل کتلی وي.

هغه وايي چې د دې ډول خپلسریو مخنیوی کوي.

ښاریان: مبایل زموږ شخصي حریم دی، باید ونه پلټل شي

د کابل ښار د بهارستان اوسېدونکي او د لوړو زده کړو د یوې خصوصي موسسې محصل شکېب پژواک خبري اژانس ته وویل: «څو ورځې مخکې په لیني موټر کې سپور وم او کور ته ته تلم چې امنیتي کسانو د بهارستان له پوستې سره موټر ودراوه او ماته یې وویل چې مبایل دې باید وکتل شي.»

شکېب چې دغه عمل د بشري حقونو او اسلامي قوانینو خلاف بولي، زیاته کړه: «زما مبایل یې ښه چک کړ خو څه شی یې پیدا نه کړل، بیا یې راته وویل چې د عکسونو ګالري یې خلاصه کړه چې ګورم یې، کله مې چې خلاصه کړه، زما د کورنۍ عکسونه یې ولیدل.»

نوموړي وویل: «پوښتنه یې وکړه چې دا عکسونه د چا دي؟ ومې ویل د کورنۍ مې دي؛ خو پر دې سربېره یې هم ډېر وځورولم، غوښتل یې موبایل مې رانه واخلي، ډېرې زارۍ مې ورته وکړې، بالاخره عکسونه یې پاک کړل او مبایل یې راکړ.»

هغه وایي، ټیلېفون شخصي حریم دی، په هيڅ قانون کې چا ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د چا خصوصي حریم ته دننه شي.

شکېب له اړتیا پرته د وسله والو له لوري د مبایل پلټل د اسلامي قوانینو خلاف او د بشري حقونو تر پښو لاندې کول وبلل او له مسوولینو یې وغوښتل چې د دې ډول خپلسرو کړنو مخه ونیسي.

د کابل ښار د دشت برچې یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط د خلکو په ځانګړې توګه د ځوانانو پر تلاشۍ نیوکه وکړه او ویې ویل چې له وېرې خپل ځيرک ټیلېفون له ځان سره نه شي ګرځولای.

هغه زیاته کړه: «یوه اوونې مخکې ماښام مهال په دشت برچي کې د انچي باغبان له پوستې تېرېدو، طالبانو ودرولم، تلاشي یې کړم او مبایل یې زما له جېبه و ایست او ویې غوښتل چې ورته خلاص یې کړم.»

نوموړي وویل، غوښتل یې استدلال ورسره وکړي؛ خو وسله والو په بده لهجه او لوړ اواز ورته وویل چې ټیلېفون یې خلاص کړي، نو دی له وېرې مجبور شو چې مبایل ورته خلاص کړي.

هغه څرګنده کړه: «کله مې چې مبایل خلاص کړ، لومړی یې واټسپ پرانیست او بیا یې څو پیغامونه چې له خپلې کورنۍ سره مې کړي وو، واورېدل، وروسته یې فېسبوک او د اړیکو شمېرې وکتلې؛ خو کله یې چې ګالري خلاصه کړه، عکسونه او سندرې یې ولیدې، په غوسه یې وویل چې دغه شیان حرام دي، څنګه دې مبایل کې اچولي دي.»

د کابل دغه اوسېدونکی وایي، طالبانو ترې وغوښتل چې په مبایل کې موجود ټول عکسونه او ويډیوګانې پاک کړي، ده هم له وېرې ټول عکسونه او ويډیوګانې چې له مخلتفو محفلونو یې د یادګار په ډول اخیستې وو، پاک کړل.

په همدې حال کې د کابل د خيرخانې اوسېدونکى ظريف کاکړ وویل چې په درېيو اوونيو کې دوه ځلې د ټیلېفونونو پلټلو له تلاشۍ سره مخ شوی دی. هغه زياته کړه چې له نېکه مرغه دواړه ځلې یې کورنۍ ورسره وه او د بدني تلاشۍ او د مبایل له پلټلو وژغورل شو.

هغه وویل، درې اوونۍ وړاندې د شپي شاوخوا ۹:۳۰ بجې د خیرخانې له لب جر ساحې تېرېده چې امنیتي ځواکونو د سړک پر غاړه خلک له موټرو کښته او له تلاشي کولو وروسته یې د دوی مبایلونه کتل.

نوموړي وویل چې مبایل د امنیتي ځواکونو په لاس کې و او د چلوونکو او نورو خلکو شخصي فایلونه یې کتل.

د کابل دغه اوسېدونکی وایي چې د موټر شیشه یې ټيټه وه او د هغوی غږ یې اورېده چې د عکسونو، ویډیوګانو، فېسبوک، واټسپ او شخصي شمېرو په اړه یې خبرې کولې، په مبایل کې د شته فایلونو له مخې یې خلک، په ځانګړې توګه ځوانان رټل.

کاکړ زیاته کړه: «کله مې چې د دوی دغه کار ولید، وېرې واخیستم؛ کله چې را نږدې شول او ویې لیدل چې په موټر کې ښځې دي، له نېکه مرغه چې زه یې له موټره ښکته نه کړم و ویې ویل چې ورځئ.»

د ده په وینا، له هغه یوه اوونۍ وروسته د شپې ۷:۰۰ بجې د جلال اباد ښتار د پښتونستان پر واټ هم له دې ډول چلند سره مخ شوی دی.

هغه څرګنده کړه چې په جلال اباد کې له خلکو د مبایل کتلو سربېره تذکرې هم غوښتل کېدې.

د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکي قدرت الله وویل، تېره اوونۍ له خپلو ملګرو سره د عربانو په ښارګوټي کې روان و چې درې امنیتي سرتېري ورته ودرېدل او ټول یې تلاشي کړل.

هغه زیاته کړه: «مبایل په خصوصي حریم کې راځي، هیڅوک د هغه د فایلونو د چک کولو حق نه لري؛ خو دغو درېیو کسانو زموږ د ټولو مبایلونه وکتل او موږ یې له دې امله خوشي کړو چې زموږ په مبایلونو کې هغه څه نه وو چې دوی یې په لټه کې وو.»

خلک د امنیتي ځواکونو دغه کړنې غیر قانوني بولي او وايي چې دوی ترې ستړي شوي او باید مخه یې ونیول شي، که نه د خلکو او مجاهدینو ترمنځ به واټن زیات شي.

کارپوهان وايي، د امنیتي ځواکونو په ګډون هيڅوک حق نه لري چې د خلکو ټیلېفونونه وګوري، د چا په حق کې تجسس او تبیین ناروا عمل دی.

یوه دیني عالم قاضي محمد حسن پژواک ته وویل چې د شريعت له نظره د چا په حق کې تجسس او مداخله روا نه دي.

هغه زیاته کړه: «مبایل د یوه کس د شخصي کور په مثال او شخصي حریم دی چې د محکمې له حکم پرته د چا شخصي حریم ته دننه کېدل منعه دي.»

هغه د چارواکو خبرو ته په اشارې سره چې د ځینو خلکو ګرځنده ټیلېفونونه ښایي ‎د استخباراتي راپورونو پر اساس کتل شوي وي، وویل چې اړوند څانګه کولای شي چې د شکمنو ټیلېفوني خبرې د مخابراتو له لارې تعقیب کړي.

حقیار په مبایل کې د عکسونو موجودیت ورځنۍ اړتیا وبلله او ویې ویل: «په ټیلېفون کې د سندرې، ډرامې او عکسونو د موجودیت له امله د مبایل د خاوند نیول، کنځل او انساني کرامت یې له منځه وړل، ټول د شریعت له نظره ناروا دي.»

هغه څرګنده کړه: «موږ ګورو چې ډېر خلک له دې موقع ناوړه ګټه پورته کوي، د خلکو د ځورولو لامل کېږي او شخصي عکسونه یې ګوري، دوی ته د یوه شي اجازه ورکړل شوې ده؛ خو دوی ډېر تېری کوي او د خلکو شخصي حریم ته دننه کېږي.»

د هغه په خبره، په مبایل کې د یوه عکس او سندرې په لرلو سره کس وهي او ټکوي، دغه کار ناروا دی او باید مخه یې ونیول شي چې له دې پرته به د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله رامنځته شي.

یاد دیني عالم وویل چې که وضعیت دا ډول دوام وکړي، پر حکومت او امنیتي ځواکونو خلک بې باوره کېږي.

د حقوقي چارو کارپوه ودیر صافی وایي چې د امنیتي ځواکونو په ګډون هيڅوک حق نه لري چې د خلکو ټیلېفونونه وپلټي.

هغه دې ته په ځواب کې چې ایا د استخباراتو څانګه حق لري چې د خلکو مبایلونه وګوري او کنه؟ وویل چې د استخباراتو برخه هم باید کره معلومات ولري او یاد کس باید وپېژني؛ خو په عادي صورت کې حق نه لري چې د چا مبایل وګوري.

نوموړي د مبایل کتل او ضبطول د مخربینو کار وباله او یې ویل: «هغه کسان چې دا ډول کارونه کوي، له زندانه خوشي شوي پخواني جنایتکاران او مخربین دي او بیا مسلح شوي چې د طالبانو په جامه کې دا کار ترسره کوي.

صافي له ښاریانو وغوښتل چې هیچا ته د دغه ډول کار اجازه ورنه کړي او له دې ډول حالت سره د مخ کېدو په صورت کې له عاجلو شمېرو سره اړیکه ونیسي، شکایت وکړي او موضوع رسمي کړي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د دغه کار مخه ونه نیول شي، په ټولنه کې د کومو ستونزو لامل کېږي؟ وویل چې که د دې کار مخنیوی ونه شي، د حکومت پر وړاندې عکس العملونه او مخالفتونه ډېریږي او په راتلونکي کې خنډ رامنځته کوي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي پژواک خبري اژانس ته وویل: «هیڅ مجاهد د ښاریانو د تلاشۍ او مبایل پلټلو حق نه لري.»

هغه زياته کړه، يو شمېر سرغړوونکي امنيتي ځواکونه چې له خلکو سره يې ناوړه چلند کاوه، د لیکو د تصفیې کمېسیون له لوري له دندو ګوښه شوي دي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې «د افغانستان اسلامي امارت» په خپله دغه ژمنه کې جدي دی او له سرغړوونکو سره جدي او قانوني چلند کوي.

همدا راز د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دې په ویلو چې امنیتي ځواګونه د ښاریانو د مبایلونو کتلو او ځورولو حق نه لري، زیاته کړه چې ښایي په ځینو مواردو کې استخباراتي ځواکونو د کوم راپور له مخې د چا مبایلونه کتلي وي؛ خو دغه کار له ټولو ښاریانو سره نه ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت مجاهدین داسې کار نه کوي او نه یې کړی؛ خو ښایي د مجاهدینو له نوم نه ناوړه ګټه اخیستل شوې وي او هغه کسان چې له یادې ستونزې سره مخ کېږي، باید د هغو د مخنیوي او تعقیب په موخه مسوولین خبر کړي.»

نوموړي د «مجاهدینو» له نومه د ناوړې ګټې اخیستنې په اړه وویل چې ډېری ناوړه استفاده کوونکي چې خلک یې ځورول، نیول شوي او د دغه ډول کسانو د نیولو هڅې روانې دي.

د اوسني نظام مسوولینو له دې مخکې څو ځلې ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه حق نه لري له خلکو سره ناوړه چلند وکړي، ان د هغو امنیتي ځواکونو د تصفیې لپاره یې ځانګړی کمېسیون جوړ کړ چې د اصولو او فرمانونو خلاف کړنې ترسره کوي.

Visits: 576

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.