مزارشريف (پژواک، ١٠ ليندۍ ۱۴۰۰) : د بلخ د مرکز مزارشريف ښار يو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان غوښتنه کوي چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ دې عادي شي.
د دوی په وينا، افغانان تر هر وخت ډېر اړتيا لري چې پاسپورټونه ولري او د کار روزګار لپاره بهرنيو هېوادونو ته سفرونه وکړي.
د بلخ مدني فعالان هم وايي چې پاسپورټ ته لاسرسی د هر افغان مشروع حق دی او حکومت مکلف دی چې دغه اسانتياوې خلکو ته برابرې کړي.
د مزارشريف اوسېدونکي سيد مرتضی پژواک ته وويل چې بلخ ولايت کې د پاسپورټ د وېش لړۍ په محدود ډول پيل شوې ده.
هغه زياته کړه، دمګړۍ يواځې هغو کسانو ته پاسپورټ ورکول کېږي چې يا يې د پخواني حکومت پر مهال ثبت نام کړی وي او يا هم اوس عاجله ناروغي ولري.
د هغه په خبره، له دې اخوا د محصلينو او يا هم د ټولنې د نورو وګړو لپاره د پاسپورټ اخيستل ناممکن دی.
نوموړي وويل چې حکومت بايد د خلکو ستونزې درک کړي او د پاسپورټ د وېش پروسه عادي حالت ته وګرځوي.
د مزارشريف اوسېدونکې شبنم هم وايي چې اسلامي امارت بايد د پاسپورټ پروسې د عادي کولو برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
هغې پژواک ته وويل، زيات شمېر افغانان چې پخوا يې د شخصي کارونو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه درلودل اوس مهال د پاسپورټ نشتون او يا هم د تاريخ د تېرېدو له امله پر کور ناست دي.
نوموړې زياته کړه: ((څوک چې د افغانستان تابعيت ولري هغه حق لري چې پاسپورټ هم ولري، حکومت بايد د پاسپورټ د وېش پروسه ژر تر ژره عادي کړي.))
دغه راز مدني فعال غلام علي ملکزی بيا وايي چې پاسپورټ درلودل د هر افغان قانوني او اساسي حق دی.
هغه زياته کړه چې د هېوادونو تر منځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټونو درلودل اړين دي او حکومت بايد د خلکو دغه ستونزه حل کړي.
نوموړي وويل چې بهرنيو هېوادونو کې د زده کړو، تجارتي راکړې ورکړې او نورو شخصي کارونو لپاره د تګ راتګ لپاره ګڼ افغانان پاسپورټ ته اړتيا لري.
د هغه په وينا، ډېری خلک د پاسپورټ نه درلودو له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په ورته مهال بلخ کې د پاسپورټ رياست مسوولين وايي چې د ستونزو په حل کېدو او د مرکزي ادارې له اجازې وروسته به د پاسپورټ د وېش عادي لړۍ پيل کړي.
د بلخ د پاسپورټ رييس شيخ عزام له ملي تلوېزيون سره په مرکه کې ويلي چې دمګړۍ دغه ولايت کې د پاسپورټ د وېش لړۍ په محدود شکل روانه ده.
هغه زياته کړه چې د پاسپورټ ادارې له لارښوونو سره سم اوس مهال هغو کسانو ته پاسپورټ ورکوي چې مرکزي ادارې مشخص کړي دي.
د نوموړي په وينا، هر کله چې ستونزې حل شوې او د پاسپورټ مرکزي ادارې ورته اجازه وکړه، نو دوی به بيا ټولو متقاضيانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړي.
په افغانستان کې د نظام له بدلېدو وروسته د عامو افغانانو لپاره د پاسپورټ اخيستل پر يوې لوې ستونزې بدل شوى دى.
تېره ورځ د پاسپورټ عمومي ادارې رسنيو ته ويلي و چې نږدې ورځو کې به د پاسپورټ د وېش برخه کې لا ډېر سهولتونه رامنځته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP