کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۰): پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې ۵۰ زره مېټریک ټنه مرسته شوي غنم او درمل د دغه هېواد له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې هند کولی شي افغانستان ته مرسته شوي غنم او درمل د تورخم له لارې د افغانستان په موټر کې ولېږدوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان د هند له حکومته غوښتنه کړې څو افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره په دې برخه کې ژر تر ژره اړین ګامونه واخلي.
د هندوستان حکومت د روان کال په اکتوبر کې له افغانستان سره د ۵۰زره ټنه غنمو او درملو مرستې اعلان وکړ او له پاکستانه يې وغوښتل څو اجازه ورکړي چې دغه توکي د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تېره میاشت پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان څخه غوښتي چې یادو توکو ته د پاکستان له لارې اجازه ورکړي.