ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د ویجاړو شوو نظامي وسایطو د راټولولو او خوندي کولو لړۍ پیل شوې

کونړ کې د ویجاړو شوو نظامي وسایطو د راټولولو او خوندي کولو لړۍ پیل شوې

author avatar
7 Dec 2021 - 18:01
کونړ کې د ویجاړو شوو نظامي وسایطو د راټولولو او خوندي کولو لړۍ پیل شوې
author avatar
7 Dec 2021 - 18:01

کونړ (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۰): په کونړ کې د جګړو پر مهال د ویجاړو شوو او زیانمنو شوو نظامي وسایطو د راټولولو لړۍ پیل شوې چې تر دې مهاله سلګونه دغه وسایط نظامي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د وسایطو د لېږد چارې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د منسوبینو له خوا پر مخ وړل کېږي.

د دغې قول ارو چارواکي وايي، تر دې مهاله یې له بېلابېلو سیمو، سړکونو او کلیو ۳۶۲ بېلابېل نظامي وسایط چې هاموې، رنیجر او انټرنېشنل موټر په کې شامل دي، خوندي کړي او نظامي مرکزونو ته یې لېږدولي دي.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د دویمې پلې لوا قوماندان مولوي عمر یاسر پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو جګړو کې د ویجاړو شوو او زیانمنو شوو وسایطو د خوندي کولو او لېږد لړۍ لا هم روانه ده.

هغه زیاته کړه، هغه وسایط چې د رغېدو وړ وي، بیا رغوي هغه چې په بشپړه توګه ویجاړ شوي له پرزو یې د نورو وسایطو په رغولو کې کار اخلي.

دی وايي، د نظامي وسایطو ساتنه یې مسوولیت دی او چا ته به اجازه ور نه کړي چې دا ملي شتمني لوټ او بیا یې د کباړ په توګه وپلوري.

نوموړي وویل: ((په جګړو کې د ویجاړو شوو نظامي وسایطو د راټولولو لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده، دغه کمېټه له ټولو سیمو ویجاړ شوي او زیانمن شوي وسایط راټولوي او په نظامي مرکزونو کې یې ځای پر ځای کوي، زموږ تخنیکي ټیمونه هڅه کوي ټول ویجاړ شوي وسایط ورغوي.))

د تېرو کلونو د اوږدو جګړو پر مهال ګڼ نظامي وسایط ویجاړ شوي وو چې په غرو- رغو، سړکونو، لارو او نورو سیمو کې د ناامنیو له امله بند پاتې وو چې ډېر یې د ځايي خلکو له خوا چور او یا په کباړ بدل شوي وو.

د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي حیاء الدین احساس په دې اړه پژواک ته وویل، د دوی سیمې ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې له تېرو څو کلونو راهیسې ګڼ ویجاړ شوي نظامي وسایط پراته وو چې د ناامنۍ او نه پاملرنې له امله په کباړ بدل شوي وو.

دی وايي: ((د نظامي وسایطو او نورو ملي شتمنیو ساتنه ګډ مسوولیت دی، موږ د حکومت دا چاره ستایوو چې ویجاړ شوي وسایط را ټولوي او خوندي کوي.))

د کونړ د شیګل ولسوالۍ اوسېدونکي فضل واحد افکاري بیا پژواک ته وویل، حکومت او عام خلک دواړه مسوولیت لري چې د دولتي وسایطو او وسایلو ساتنه وکړي .

دی زیاتوي: ((که څوک ځان افغان بولي، باید عامه شتمنیو ته زیان و نه رسوي او ساتنه یې خپل مسوولیت وبولي.))

په کونړ کې چارواکو په داسې حال کې د ویجاړو شوو نظامي وسایطو د خوندي کولو لړۍ پیل کړې چې خلکو په وار وار د ملي شتمنیو د لوټ او تالان د مخنیوي غوښتنه کړې او د هغو کسانو محاکمه یې غوښتې چې په دغه جرم تورن دي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.