ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ځوانانو اتحاد د تعلیم او روغتیا په برخو کې د فساد د څو موردونو مخه ونيوله

کندهار کې د ځوانانو اتحاد د تعلیم او روغتیا په برخو کې د فساد د څو موردونو مخه ونيوله

author avatar
8 Dec 2021 - 17:53
کندهار کې د ځوانانو اتحاد د تعلیم او روغتیا په برخو کې د فساد د څو موردونو مخه ونيوله
author avatar
8 Dec 2021 - 17:53

کندهار (پژواک،۱۷ لېندۍ): کندهار کې  يوه ښوونځي د دولسم ټولګي  فارغينو څخه د هرې شهادت نامې په بدل کې ٥٠٠ افغانۍ اخيستې، چې له فساد سره مبارزې ځوانانو اتحاد له خوا يې مخه ونيول شوه.

دغه پيسې په داسې حا ل کې له زده کوونکو څخه اخيستل کېدې چې رسمي فيس يې له ٢٠٠ څخه تر ٣٠٠ افغانيو پورې دى.

د کندهار ځوانانو اتحاد د دولسم ټولګي فارغانو له شکایت اورېدو وروسته د قضيې د څېړلو په موخه د پوهنې رياست او اړوندې لېسې سره اړيکې ونيولې.

خو  د ياد ښووځي مسوولينو چې په ګزارش کې يې نوم نه دی په ډاګه شوی زده کوونکو ته يې د عکس اخيستلو او ځوانانو اتحاد له غړو سره د ليدنې اجازه ور نه کړه.

د ځوانانو د اتحادیې د غړو له پرله پسې لیدنو وروسته قضیه د فساد د مخنیوي په موخه د لازمو اقداماتو په موخه د پوهنې له ریاست سره شریکه شوه.

قضیه د ځوانانو اتحادیې لخوا تعقیب او د  فساد مسله حل شوه.

میرویس نیکه روغتون:

د میرویس نیکه په روغتون کې د ډاکټرانو له خوا له ناروغانو سره ناوړه چلند کېږي او لازم درمل نه ورکول کېږي.

قضیه د عامو خلکو لخوا له ځوانانو اتحادیې سره شريکه شوې، هغوی  قضیه وڅېړله او د روغتون له ډاکټرانو سره يې وکتل.

ډاکټرانو دا ستونزه ومنله او د ځوانانو اتحاديې له غړو سره يې ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به دغه ستونزې نه تکرارېږي.

له څو ورځو وروسته، د ځوانانو اتحاديې مساله تعقیب کړه او و يې موندله چې ستونزه حل شوې او اوس داسې شکایت نشته.

په تخته پل کې روغتيايي کلينيک:

په تخته پل ولسوالۍ کې روغتيايي کلينيک له ډېرې مودې راهيسې د خلکو پر مخ تړل شوی و، خو ډاکټرانو او نرسانو معاشونه نه دي اخيستي.

دا موضوع په ولسوالۍ کې د ځوانانو اتحاديې له خوا له فساد سره د مبارزې تر عنوان لاندې غونډه کې د ټولنې يوه غړي له خوا مطرح شوه.

د ځوانانو اتحادیې قضیه وڅېړله او د روغتون له مسوولینو سره یې د همغږۍ غونډه  او د فساد پر موضوع ورسره خبرې وشوې.

د روغتون رییس ژمنه وکړه چې د کلینیک له ټولو همکارانو سره به هماهنګي وکړي، مساله به تعقیب کړي او پایله به یې د ځوانانو اه اتحادیې سره شریکه کړي.

له څو ورځو وروسته اړوندو مسوولینو د ځوانانو له اتحادیې غوښتنه وکړه چې له کلینیک څخه څارنه وکړي او له خلکو هم د خدماتو په اړه پوښتنه وکړي.

کله چې د ځوانانو اتحاد د سيمې څارنه وکړه، روغتيايي مرکز پرانيستی او ټول کار کوونکي يې حاضر وو.

د دا مان روغتيايي کلينيک:

په دامان ولسوالۍ کې روغتيايي کلينيک له ډېرې مودې راهيسې د خلکو پر مخ تړل شوى و، خو ډاکټرانو او نرسانو يې مياشتني معاشونه اخيستل.

دا موضوع په داسې حال کې د ټولنې یوه غړي راپورته کړه چې د ځوانانو اتحادیې په یاده ولسوالۍ کې د فساد پر وړاندې د مبارزې غونډه ترسره کړه.

د ځوانانو اتحاد د اداري فساد دغه دوسیې تر څیړلو مخکې د روغتون له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه، چې د فساد په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د روغتیایی مرکز چارواکو ژمنه وکړه چې له کارمندانو سره به  اړيکه ونيسي او موضوع به تعقیب کړي. هغوی زياته کړه چې د خپلو پلټنو پايله به د ځوانانو له اتحاد سره شريکه کړي.

له څو ورځو وروسته مسوو لینو د ځوانانو د اتحادیې څخه وغوښتل چې د کلینک څارنه وکړي او د ټولنې له غړو څخه یې د خدماتو په اړه پوښتنه وکړي.

کله چې د ځوانانو اتحادیې په ولسوالۍ کې څارنه وکړه، کلینیک پرانيستی او ټول کارمندان یې حاضر وو.

د ژغورنې غورځنګ (MPO) د ۲۰۲۱ کال د اپریل په ۳۰ مه د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام يا UNDP د افغانستان د عمل پروژې په ملاتړ په کندهار ولایت کې د فساد ضد ځوانانو اتحادیه جوړه کړه او د دې شورا له لارې یې د ټولنې خلکو ته د فساد پر وړاندې د مبارزې روزنه ورکړه.

همدارنګه يې پر خلکو بروشرونه هم وویشل شول.

فساد یو له هغو مهمو عواملو څخه دی چې په افغانستان کې د سولې او بیارغونې بهیر کمزوری کوي. د افغانستان تړون او د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژي (ANDS . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.