ښرنه (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۰): پکتیکا ته له مرکز څخه د پنځو بېلابېلو وزارتونو او ادارو راغلی پلاوی وايي، په دغه ولایت کې د ځنګلونو پر وهلو بندیز لګول شوی او د دغه کار د مخنیوي لپاره ۵۰ کسیز ځواک جوړوي.
دغه راز یاد شوي پلاوي خبر ورکړ چې د ځمکو له غاصبانو سره به هم جدي قانوني چلند وشي.
د یاد شوي پلاوي غړي او د کورنیو چارو وزارت استازي مولوي محمد سلیم حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرنې، امنیت، سوداګرۍ او مالیې وزارتونو د استازو په ملتیا یې دغه ولایت ته سفر کړی دی.
هغه زیاته کړه، د دوی د سفر موخه د بېلابېلو نورو چارو تر څنګ د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي په موخه د ۵۰ کسیزې قطعې جوړول دي.
دی وايي، په پکتیکا کې د ځنګلونو پر وهلو بشپړ بندیز ولګول شو او د غه راز د غصب شوو ځمکو د خلاصون په موخه یې له اړوندو ادارو سره ناستې وکړې.
هغه خبر ورکړ چې ډېر ژر به غصب شوې ځمکې له زورواکو خلاصې شي.
د کرنې رییس مولوي عمر خالد شکېب وویل، ولایتي اداره او امنیه قومانداني ورسره همکار دي څو د ځنګلونو د خپلسرې وهنې مخنیوی وکړي.
د پکتيکا مرستيال والي مولوي محيب الله حماس وايي، د تېرو جګړو پر مهال د دغه ولایت ډېر ځنګلونه وهل شوي، خو له دې وروسته به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې په خپل سر ځنګلونه ووهي.
د پکتيکا دوه تنه اوسېدونکي سیدالله او نورزاده وايي، له دغه ولایت څخه هره ورځ لسګونه په لرګیو بار موټر نورو ولایتونو ته ځي او ورځې تر بلې د ځنګلونو ونې کمېږي.
هغوی د ځنګلونو د وهلو په تړاو د چارواکو تازه پرېکړه ستايي خو غوښتنه کوي چې په جدیت دې عملي شي.
د پکتیکا ۱۲ ولسوالۍ ګڼ ځنګلونه لري چې د دغو ولسوالیو اوسېدونکي له همدې لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن