ژبه

امریکا افغانستان ته د شخصي پیسو حواله کولو اجازه ورکړه

کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۰): امریکا په دغه هېواد کې مېشتو او هغو افغانانو ته د شخصي پیسو د لېږد رالېږد اجازه ورکړه چې د امریکا په تور نوملړ کې شامل دي.

د رويټرز خبري اژانس لیکلي چې د امريکا متحده ایالتونو ماليې وزارت تېره ورځ یو اجازه لیک صادر کړ چې له مخې یې په امريکا کې مېشت افغانان په افغانستان کې خپلو کورنيو او خپلوانو ته شخصي حوالې کولی شي.

سرچینې لیکلي، د یاد اجازه لیک پر بنسټ، مرسته کوونکي کسان او موسسې هم کولای شي افغانستان ته   پیسې ولېږي.

د <strong><a href="https://bit.ly/3yuDchX">راپور</a> </strong>له مخې، هغه کسان چې له امريکا سره په تور لېست کې شامل دي، هم له دې وروسته کولی شي خپلې غير سوداګريزې راکړې ورکړې او شخصې حوالې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته امريکا پر افغانستان ځينی بنديزونه لګولي چې يو له هغو افغانستان ته د پيسو پر رالېږد هم و.

خو په راپور کې راغلي چې د امریکا متحده ایالتونو یاده پرېکړه پر افغانستان لګولو شوو بنديزونو تاثیر نه لري.

ورته موضوع