منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۱ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

«د هند پوهنتونونو ته د بریالي شوو ۲۵۰۰ افغان محصلینو د ویزې ستونزه هوارېږي»

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۴۴ کتنې · تازه شوی
آرشیف

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۰): په ډيلي کې د افغانستان سفارت یوه سرچینه وايي چې د هند سفر د دغه هېواد پوهنتونونو ته د ۲۵۰۰ بریالي شوو افغان محصلینو د ویزو ورکړې په اړه د افغانستان سفیر د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې یادې ستونزې ته رسېدنه کېږي.

د پژواک د یوه راپور له مخې چې د روان کال د لړم په ۲۱مه خپور شو، یو شمېر هغو محصلینو چې په تېرو دوو کلونو کې د هند بورسونو ته بریالي شوي یا یې د کورنیو د لیدنې لپاره کابل ته راغلي وو، تر اوسه د ویزې د نه ترلاسه کولو له امله بې برخلیکه دي.

یادو محصلینو له پژواک سره په مرکو کې ویلي وو چې په همدې دوو کلونو کې نږدې دوه زره کسان د هند بورسونو ته بریالي شوي، د وېزې د نه ترلاسه کولو له امله یې تر اوسه برخلیک معلوم نه دی.

دوی وايي چې تېر کال یې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د هند ویزې نه دي ترلاسه کړې او سږ کال په هېواد کې یې د سیاسي بدلون له امله ویزې وا نه خیستلای شوای.

د یاد محصل په خبره، د هند د ځینو پوهنتونونو درسونه په انلاین بڼه دوام لري خو ځینو نورو یې حضوري درسونه پیل کړي دي.

په هند کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي مسوول عبدالحق ازاد پژواک ته وویل چې په هندوستان کې د افغانستان سفیر د محصلینو د دې ستونزې د حل لپاره هڅې پیل کړې دي.

ازاد زیاته کړه چې په نوي ډيلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې هغو ۲۵۰۰ افغان محصلینو ته ویزه ورکړي چې په افغانستان کې یې په تمه دي، څو وکولای شي په هند کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي.

د ده په خبره، هندي چارواکو د ماموندزي د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي چې د افغان محصلینو د ویزې ستونزې ته رسېدنه یې په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

هغه زیاته کړه، یاد ډېری کسان د هند د بېلابېلو پوهنتونونو لکه ډيلي، عثمانیه او جواهر لعل و نهرو د لومړي، دویم او درېیم کال محصلین دي چې د ژمنیو رخصتیو او قرنطین له امله د رامنځته شوو محدودیتونو له امله افغانستان ته راغلي وو.

د یادونې ده، په افغانستان کې له سیاسي بدلون راتلو وروسته د هند کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د افغانستان اوسېدونکو ته ټولې مخکنۍ ورکړل شوې ویزې یې باطلې کړې، هغه محصلین چې غواړي هند ته سفر وکړي، یوازې کولای شي په انلاین ډول د بېړنۍ الکترونیکي ویزې ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک ولېږي.

کورنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چې په افغانستان کې حاکم وضعیت ته په پام هند افغان محصلینو ته د اسانتیا لپاره بېړنۍ برېښنايي ویزې (X-Misc . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.