ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي د عمران خان د خبرو په اړه: هرڅوک حق لري خپل نظریات ووایي

متقي د عمران خان د خبرو په اړه: هرڅوک حق لري خپل نظریات ووایي

author avatar
20 Dec 2021 - 16:13
متقي د عمران خان د خبرو په اړه: هرڅوک حق لري خپل نظریات ووایي
author avatar
20 Dec 2021 - 16:13

کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د افغانستان په اړه د عمران خان   وروستیو څرګندونو ته په اشارې وايي، هرڅوک حق لري چې خپل نظریات څرګند کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران تېره ورځ پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د خپلې وینا پرمهال ادعا وکړه چې د افغانستان په کلیوالو پښتنو سیمو کې څوک حاضر نه دي چې خپلې نجونې ښوونځیو ته ولېږي.

هغه ویلي چې طالبان «په بنسټیزه توګه او اکثریت» پښتانه دي له همدې امله امریکا او نړيواله ټولنه دې د افغانستان کلتور ته پام وکړي.

د راپورونو له مخې، عمران خان دا هم ویلي چې داعش ډله افغانستان کې فعاله ده او نړیواله ټولنه دې افغانستان کې «عامو افغانانو او طالبانو» ته په یوه سترګه نه ګوري او نړۍ دې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متفي د اسلامي همکاريو سازمان له غونډې را ګرځېدو وروسته نن د کابل په هوايي ډګر کې د عمران څرګندونو ته په اشارې خبریالانو ته وویل، هرڅوک حق لري چې خپل نظریات ووایي.

دی وايي:”خلک به اندېښنې هم لري او څرګندې کړې به یې وي خو موږ د غونډې ټول نظرونه او مشورې نوټ کړي او له خپل مشر سره یې شریکوو او د خلکو اندېښنو ته هم ځواب وایو.”

هغه زیاته کړه، یادې غونډې اسلامي نړۍ په یوه فکر قایله کړه چې له افغانستان سره به نه یوازې بشري مرستې کوي، بلکې په انکشافي برخه کې به هم خپلو همکاریو ته ادامه ور کوي.

متقي زیاتوي، د اسلامي همکاریو سازمان پرونۍ غونډې د افغانستان د اوسني نظام تقویت لپاره پر امریکا غږ وکړ چې پر افغانستان باندې لګول شوي بندیزونه له منځه یوسي او د دغه هېواد کنګل شوې پانګه هم ازاده کړي.

دغه راز د هغه په وینا، یادې غونډې اوسني حکومت سره په تعامل ټینګار وکړ ترڅو افغانستان کې ورو –ورو  ټولې چارې عادي لور ته وګرځي.

د عمران خان وروستۍ څرګندونې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او په کور دننه او بهر کې د نورو افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي.

کرزي تېره ورځ په خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي و چې د عمران خان دا ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه او افغان ملت ته سپکاوی دی.

هغه ویلي چې یادې څرګندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه ده.

Visits: 1320

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.