ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محصلین: اسلامي پوهنتون ته دې د فعالیت جواز ورکړل شي او یا دې وتړل شي

محصلین: اسلامي پوهنتون ته دې د فعالیت جواز ورکړل شي او یا دې وتړل شي

author avatar
20 Dec 2021 - 17:51
محصلین: اسلامي پوهنتون ته دې د فعالیت جواز ورکړل شي او یا دې وتړل شي
author avatar
20 Dec 2021 - 17:51

کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۰): په کابل کې د اسلامي خصوصي پوهنتون یو شمېر محصلین وایي، دغه پوهنتون له تېرو ۵ کلونو راهیسې فعالیت کوي خو تر اوسه یې د لوړو زده کړو له وزارته جواز نه دی اخیستی چې له امله یې دوی له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

هغوی د خپل برخلیک معلومولو غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې یا دې دغه پوهنتون ته جواز ورکړل شي او یا دې وتړل شي.

لسګونو محصلینو دغه څرګندونې په هغې اعتراضیه غونډه کې وکړې چې د یاد پوهنتون مخې ته جوړه شوې وه.

د اسلامي پوهنتون یوه محصل مطیع الله چې په دې غونډه کې يې ګډون کړی و، پژواک ته وویل، پنځه کاله یې په دغه پوهنتون کې زده کړې وکړې، خو خپل وخت او پیسې یې دواړه ضایع کړل.

هغه زیاته کړه: ((د پوهنتون رییس راته ویل چې جواز مو اخیستی خو تر اوسه یې جواز نه دی اخیستی او زموږ سرنوشت معلوم نه دی.))

دی وایي، هر ځای ته چې د دندې لپاره ځي، هلته ترې اسناد غواړي خو دا چې دغه پوهنتون راجسټر نه دی او جواز نه لري، نو وزارت ده ته اسناد نه ورکوي.

هغه د لوړو زده کړو له وزارته غوښتنه وکړه چې یا دې د دغه پوهنتون محصلین نورو پوهنتونونو ته تبدیل کړي او یا دې د فعالیت جواز ورکړي.

د غونډې یو بل ګډونوال نجیب الله هم پژواک ته وویل چې اسلامي پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت جواز نه لري او د دوی برخلیک هم معلوم نه دی.

دی وايي، د پوهنتون مسوولینو محصلینو ته په دروغو ویلي وو چې جواز یې اخیستی دی.

هغه زیاته کړه، څو ځلې د خپلو کارونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ته تللی، خو هلته ورته ویل شوي چې دغه پوهنتون ورسره ثبت او راجسټر نه دی.

دغه راز یو شمېر نورو محصلینو هم ورته څرګندونې وکړې او له لوړو زده کړو وزارته یې وغوښتل څو دوی یوه داسې پوهنتون ته د زده کړو لپاره معرفي کړي چې قانوني جواز ولري.

بلخوا د اسلامي پوهنتون رییس ډاکتر حکمت الله امرخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد پوهنتون ټول معیارونه پوره کړي او ډېر ژر به جواز ترلاسه کړي.

هغه وویل، په تېر حکومت کې یې د لوړو زده کړو وزارت ته ټول اسناد ورکړي وو، خو د ځينو سیاسي ستونزو له امله یې دوی ته جواز ورنه کړ.

د ده په خبره، که څه هم تر اوسه فارغان نه لري خو د لوړو زده کړو وزارت باید د محصلینو ستونزو ته په کتو، دوی ته جواز ورکړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي هم پژواک ته وویل چې اسلامي خصوصي پوهنتون ته د فعالیت جواز نه دی ورکړل شوی.

خو ده خبر ورکړ چې دغه وزات پلان لري څو د هغو پوهنتونونو د محصلینو ستونزې حل کړي چې د فعالیت جوازونه نه لري.

ده له محصلینو وغوښتل چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

Visits: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.