ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې له وچکالۍ ځپلو ۷۵۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم مرسته وشوه

هلمند کې له وچکالۍ ځپلو ۷۵۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم مرسته وشوه

author avatar
23 Dec 2021 - 11:24
هلمند کې له وچکالۍ ځپلو ۷۵۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم مرسته وشوه
author avatar
23 Dec 2021 - 11:24

لښکرګاه (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې پر ۷۵۰ هغو کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم ووېشل شو چې وچکالۍ او جګړو زیانمن کړي دي.

دغه مرسته د کرنې ریاست په همکاري د افغانستان بیا ودانولو (ANCC) موسسې له خوا چمتو شوې وه.

د هلمند د کرنې رییس مولوي سید جلال الدین اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغانستان بیا ودانولو (ANCC) موسسې له خوا د کجکي ولسوالۍ ۷۵۰ کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوی تخم ووېشل شو.

دی زیاتوي، دغه کروندګر چې روانې وچکالۍ او تېرو جګړو ځپلي وو، د یوې رڼې سروې له مخې په نښه شوي وو چې هر یوه ته یې ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ورکړ شو.

د نوموړي په خبره، د اصلاح شوي تخم له دې مرستې سره به د کروندګرو په حاصلاتو کې ډېروالی راشي.

ده خبر ورکړ چې په یوه بل ګام کې به یادو هر یوه کروندګر ته ۱۰۰ کیلوګرامه کيمیاوي سره هم ورکړل شي.

کروندګر دغه مرسته ګټوره ګڼي او د دوام غوښتنه یې کوي.

د کجکي ولسوالۍ دوو کروندګرو علي محمد او محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وویل، د هلمند د شمالي ولسوالیو کروندګر تر نورو ډېر وچکالۍ او جګړو ځپلي او کښتونو ته یې زیانونه اوښتي دي.

دوی له چارواکو غوښتنه کوي چې دغو ولسوالیو ته پام ډېر کړي.

هلمند د هېواد سوېلي ولایت دی چې اوسېدونکي یې د تېرو شلو کلونو سختو جګړو ترڅنګ د تېرو دوو کلونو وچکالیو هم سخت ځپلي دي.

Visits: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.