ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جریر: تاند د حزب اسلامي د مشر خبرې تحریف کړې دي

جریر: تاند د حزب اسلامي د مشر خبرې تحریف کړې دي

author avatar
23 Dec 2021 - 15:19
جریر: تاند د حزب اسلامي د مشر خبرې تحریف کړې دي
author avatar
23 Dec 2021 - 15:19

کابل (پژواک، ۲ مرغومي ۱۴۰۰): تاند د حزب اسلامي د مشر له خولې د افغانستان د اوسني حکومت د مودې او مشروعیت په اړه څرګندونې کړې، خو دغه ګوند وایي چې دا متن تاند جوړ کړی، څو د دوی او اوسني حکومت ترمنځ د اړیکو تعادل خراب کړي.

ادعا:

تاند ويیپاڼې تېره ورځ لیکلي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له «طالبانو» غوښتي چې ملت ته د خپل سرپرست حکومت د کار د مودې په اړه وضاحت او د راتلونکي حکومت د جوړښت او جزيياتو په اړه معلومات ورکړي.

سرچېنې د حکمتیار له قوله لیکلي: «د افغانستان دوست او دښمن ټولو سره دا پوښتنه ده، چې د زور له لارې پر افغانستان د طالبانو رامنځته شوی حکومت به تر کله وي او بيا به څه کېږي؟»

په راپور کې راغلي چې حکمتیار د افغانستان د اوسني حکومت د ملي مشروعيت رامنځته کول د دغه حکومت لپاره د نړیوال مشروعيت اساس ګڼلی، خو په ورته وخت کې یې د دغه مشروعيت تامینولو په اړه د لویې جرګې د بللو په تړاو د پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتنه رد کړې او ويلي یې دي چې انتصابي او نمايشي جرګې نور ضرور او ګټورې نه دي او د نوي حکومت د ټاکلو بڼه بايد «طالبان» روښانه کړي.

حقیقت موندنه:

د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د حزب اسلامي مخکښ غړي همایون جریر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تاند ویبپاڼې یاد راپور بې بنسټه دی.

ده وویل: «ما متن ولوست، تاند د پخواني ولسمشر اشرف غني ټیم پورې اړه لري، تاند هڅه کوي هغه میانه (د اړیکو اعتدالي کچه) چې د حزب اسلامي او طالبانو تر مینځ را مینځته شوې ده خرابه کړي،  کله، کله انجینر صاحب [حکمتیار] په ځینو مواردو باندې خبرې وکړي، خو تاند په هغه کې دروغ زیاتوي او بیا یې خپروي. دا متن په دې ډول زه په هیڅ صورت نه تاییدوم، دا متن تاند جوړ کړی ترڅو همدغه میانه خرابه کړي.»

هغه وایي، چې تاند تر دې مخکې هم د حزب اسلامي په اړه ناسم خبرونه خپاره کړي دي.

دغه موضوع مو له تاند ويبپاڼې سره د ایمېل او مسينجر له لارې شریکه کړه، ترې وموغوښتل چې د حکمتیار له قوله یې یادې څرګندونې په کوم بنسټ کړي دي؟

دغه راز له دې سرچینې مو وغوښتل چې که د حکمتیار د غږ ثبت لري، له موږ سره یې دې شری کړي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.

پایله: تاند د حزب اسلامي د مشر له قوله یو خبر خپور کړی، چې د دغه ګوند یو مخکښ غړی یې ردوي او تاند یې هم په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

پرېکړه: د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په اړه خپور شوی راپور تر ډېره ناسم دی.

Visits: 4050

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.