ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا ضد ۲ میلیون دوزه واکسین کابل ته راورسېد

د کرونا ضد ۲ میلیون دوزه واکسین کابل ته راورسېد

author avatar
24 Dec 2021 - 10:16
د کرونا ضد ۲ میلیون دوزه واکسین کابل ته راورسېد
author avatar
24 Dec 2021 - 10:16

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF وايي، د کرونا ضد ۲ میلیونه دوزه واکسین کابل ته رارسېدلی دی.

یونیسف په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د “جانسن اینډ جانس” بڼې دغه واکسین د امریکا، اتریش او ایټالیا د بشري مرستو په لړ کې افغانستان ته را لېږل شوی دی.

یادې ادارې له مرستندویو هېوادونو مننه کړې ده چې د روغتیايي کارکوونکو، ښوونکو او نورو زیانمنو وګړو د خوندیتوب په موخه مرسته کوي.

له افغانستان سره په داسې حال کې د کرونا ضد دغه واکسین مرسته کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان د دغه ویروس د نوې بڼې (اومیکرون) د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره ورځ اعلان وکړ چې د کرونا ضد واکسین یوه برخه کابل ته رسېدلې او بله یې پر لارې ده.

له هغه وروسته چې طالبانو د هېواد واګې ترلاسه کړې، د کوویډ- ۱۹ د درملنې د ډېرو مرکزونو فعالیت درېدلی او د دې برخې روغتیايي کارکوونکو د ډېرو میاشتو معاش نه دي ترلاسه کړي.

له بل پلوه، له تېرو څو میاشتو راهیسې پر کرونا ویرویس د اخته کېدونکو شمېر څرنګوالي په اړه کره ارقام نه دي وړاندې شوي.

Visits: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.