ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان هندوانو او سیکانو د خپلو غصب شوو ملکیتونو د بېرته ورګرځولو غوښتنه کړې

افغان هندوانو او سیکانو د خپلو غصب شوو ملکیتونو د بېرته ورګرځولو غوښتنه کړې

author avatar
24 Dec 2021 - 10:00
افغان هندوانو او سیکانو د خپلو غصب شوو ملکیتونو د بېرته ورګرځولو غوښتنه کړې
author avatar
24 Dec 2021 - 10:00

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۰): د افغان هندوانو او سیکانو شورا استازو د رییس الوزراء له سیاسي مرستیال سره لیدلي او له حکومته یې د خپلو غصب شوو ملکیتونو په بېرته ورستنولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د هندوانو او سیکانو شورا استازو چې مشري یې په ولسي جرګه کې د دوی پخواني استازي نریندر سینګ خالصه کوله، له مولوي عبدالکبیر سره تېره ورځ مازدیګر ناوخته په سپېدار ماڼۍ کې لیدلي دي.
د حکومت د ویاند مرستيال انعام الله سمنګاني په یوه ټویټ کې ویلي، د هندوانو او سیکانو شورا استازو په دې ناسته کې وویل، هغوی تل د هېواد په ابادۍ کې ونډه لرله او غواړي په راتلونکي کې هم په خپل هېواد کې پاتې شي او رغنده رول ولوبوي.
د نوموړي په حواله چې هغوی له حکومته د هندوانو او سیکانو غصب شوو ملکیتونو په بېرته ورستنولو کې د مرستې غوښتنه وکړه.
دی وايي، د رییس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د ټولو لپاره امنیت راوستلی او د دوی پالیسي دا ده چې د لږکیو په ګډون ټول په سوله او سوکالۍ کې ژوند وکړي.
نوموړي افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله او یادونه یې وکړه چې د هېواد ټول قومونه او وګړي حق لري چې په امنیت کې ژوند وکړي او د هېواد په رغونه کې برخه واخلي.
هغه ډاډ ورکړ چې په نورو ولایتونو کې به هم امنیتي ادارې د اقلیتونو د امنیت د تامین لپاره په ګډه کار وکړي.
افغان هندوان او سیکان چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مېشت دي، په بېلابېلو وختونو کې له تبعیضي چلند سره مخ شوي او ملکیتونه یې غصب شوي دي.
د طالبانو له خوا د هېواد له ولکه کولو سره د زمري میاشتې په ۲۴مه یو شمېر وسله وال چې ځانونه یې طالبان معرفي کړي وو، د کابل په کارته پروان کې د هندوانو او سیکانو یوه عبادتځای ته ننوتلي وو.
هغوی د دغه درمسال ځینو برخو ته زیان اړولی و، امنیتي کامرې یې ماتې کړې وې او یو شمېر ساتونکي یې وهلي او نیولي وو.
خو له دې پېښې وروسته د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل، یو شمېر کسان چې د هندوانو او سیکانو د ازار او اذیت لامل شوي وو، د دوی د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د یادونې ده، د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو ورځو کې په ولسي جرګه کې د هندوانو د استازي نريندر سينګ خالصه په ګډون ګڼ هندوان او سیکان له افغانستانه هند ته ولاړل چې اوس بېرته راستانه شوي دي.
خو معلومه نه ده چې د هغوی راستنېدل د لنډ مهال لپاره دي او که د اوږد مهال لپاره.

Visits: 594

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.