منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۴ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په ننګرهار کې د مالټو له دولتي باغونو ۲زره ټنه حاصلات راټول شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۲۱ کتنې · تازه شوی

جلال اباد (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د وچکالۍ او اوبو له کمښت سره بيا هم د مالټو دولتي باغونو حاصلات دوه زره ټنو ته رسېدلي دي‌.

د کانال رياست اړوند د مالټو باغونه ۱۲ شرکتونو ته د جريب په حساب په قرارداد ورکړل شوي او سلګونه کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

د یادو شرکتونو مالکان د مالټو له باراز څخه خوښ دي، خو خلک بیا د مالټو نرخونه لوړ بولي.

د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام رحمن د مرغومي په ۶مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغې ادارې اړوند په بټي کوټ ولسوالۍ کې د مالټو د دویم او درېیم فارم د مالټو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله کموالی راغلی دی.

دی وايي، که څه هم د کمښت کچه ډېره نه ده، خو لوی لامل يې وچکالي او د اوبو کموالی دی چې پر وخت باغونو ته اوبه نه دي رسېدلي نو ځکه يې حاصلات هم کم دي.

د مولوم غلام رحمن په وينا، سږکال تر ۲۰۰۰ ټنو پورې مالټې له يادو باغونو ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله دوه سوه ټنه کمښت ښيي.

دی وايي، بيا هم هڅه شوې چې د اوبو د کمښت او وچکالۍ سره سره د باغونو ښه ساتنه او پالنه وشي نو ځکه حاصلات ډېر نه دي کم شوي.

دا مالټې په تېر نظام کې د جريب په حساب ۱۲ شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوې دي چې د روزنې او پالنې ترڅنګ يې حاصل هم دوی ټولوي.

د شاه محمود په نوم د مالټو د يو قراردادي شرکت مشر له حکومت د اوبو د برابرولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي او زیاتوي چې د مالټو بازار يې ډېر ښه دی.

دی وايي، له دوی سره په دغه چاره کې ډېرو بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

صفي الله چې د مالټو په باغونو کې د مالټو راټولولو برخه کې ورته د کار زمينه برابره شوې وايي، دغه کار يې د کورنۍ اقتصاد ته ډېره ګټه رسوي.

بلخوا د ننګرهار ولايت اوسېدونکي وايي، هر کال په دغه ولايت کې د مالټو د حاصلاتو له ډېرېدو سره نرخونه يې هم لوړېږي او بايد حکومت دغه چاره کنټرول کړي.

مسوولين بيا دغو باغونو ته د لا ډېرې پاملرنې ترڅنګ په دغه ولايت کې د مالټو د نويو بوټو د ایښودلو ژمنه کوي او وايي هڅه يې دا ده چې ترڅو ځايي اوسېدونکو ته په کم قیمت مالټې ورسیږي.