ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا د سروبي ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان قبر پر ماینونو الوځول شوی

د پکتیکا د سروبي ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان قبر پر ماینونو الوځول شوی

author avatar
27 Dec 2021 - 13:51
د پکتیکا د سروبي ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان قبر پر ماینونو الوځول شوی
author avatar
27 Dec 2021 - 13:51

ښرنه (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۰): ناپېژاندو وسله والو د پکتیکا د سروبي ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان دریا خان تلاش قبر پر ماینونو الوځولولی دی.

دغه پېښه تېره شپه په یاده ولسوالۍ کې شوې ده.

د سروبي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، د دې ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان دریا خان تلاش قبر تېره شپه پر ماینونو الوځول شوی دی.

خو هغه په دې اړه نور معلومات نه درلودل.

په ورته توګه د یاد قوماندان ورور بابري هم پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د ورور قبر یې پر ماینونو الوځول شوی دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د چارواکو نظر واخلو خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

څو اوونۍ مخکې په ارګون ولسوالۍ کې هم د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان عزیزالله کاروان قبر پر ماینونو الوځول شوی و.

د یوه بل خبر له مخې، تېر ماښام نامعلومو وسله والو په مرکز ښرنه کې د اسماعیل په نوم یو ۱۵ کلن ځوان خپل کور ته پر لاره وژلی دی.

د وژل شوي ځوان پلار احمد شاه پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېر ماښام له خپلو زامنو سره یو ځای د ښرنې له بازاره کور ته روان و چې په لاره کې دوو وسله والو زما زوی اسماعیل له موټره کښته کړ او نږدې ۱۵ متره ها خوا یې پر ډزو وویشت.»

دی وايي، په ښار کې هټۍ لري او له هیچا سره کومه دښمني نه لري.

د ده په خبره، نه پوهېږي چې دغه کسان غله وو او که بل څوک؟

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد امین حذیفه وايي، امنیتي ارګانونو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي او ژر به د پېښې عاملین ونیسي.

Views: 5321

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.