ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني پر ۱۶۶۰۰ کروندګرو د تخم، سرې او څارویو د خوراکي توکو وېش پیل شو

د غزني پر ۱۶۶۰۰ کروندګرو د تخم، سرې او څارویو د خوراکي توکو وېش پیل شو

author avatar
28 Dec 2021 - 15:26
د غزني پر ۱۶۶۰۰ کروندګرو د تخم، سرې او څارویو د خوراکي توکو وېش پیل شو
author avatar
28 Dec 2021 - 15:26

غزني (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۰): د خوړو نړیوال سازمان او ناروېژن کمېټې له خوا د غزني پر ۱۶۶۰۰ کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او څارویو د خوراکي توکو وېش پيل شو.

چارواکي وايي، د مرستو دغه لړۍ یې د غزني په ۸ ولسوالیو کې د کروندګرو د لاسنیوي او کرنې د ودې په موخه پیل کړې ده.

د خوړو د نړیوال سازمان او ناروېژن کمېټې د اړوندو برنامو سمبالوونکي میر ولي روفي پژواک خبري اژانس ته وویل، هر کروندګر ته یوه بورۍ د غمنو اصلاح شوی تخم، دوه بورۍ توره او سپینه کیمیاوي سره او د څارویو لپاره کونجاړه ورکوي.

هغه زیاتوي، د اوس لپاره دغه مرسته د غزني د اتو ولسوالیو (اندړ، زنه خان، مقر، قره باغ، آب بند، ګیرو، واغظ او مالستان) پر ۱۶۶۰۰ کروندګرو وېشل کېږي، خو وروسته به د نورو ولسوالیو پر کروندګرو هم ووېشل شي.

دی وايي، دا هغه کروندګر دي چې د کرنې ریاست د یوې سروې په پایله کې مستحق پېژندل شوي وو.

د روفي په وینا، د اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې وېش به له کروندګرو سره مرسته وکړي چې د پخوا په پرتله له امراضو خوندي او ډېر د غنمو حاصلات ولري.

دغه راز ده د کونجاړې یادونه وکړه چې په وسیله به یې د څارویو د لبنیاتو د ورکړې کچه لوړه شي.

نوموړی وایي، د کرنې ریاست سروې لا هم روانه ده او په راتلونکو ورځو کې به تر نورو کروندګرو هم دا مرستې ورسوي.

کروندګر خوشحاله دي چې له دوی سره د اصلاح شوي تخم او سرې تر څنګ د څارویو لپاره د خوراکي توکو مرسته کېږي.

د اندړو ولسوالۍ یوه کروندګر خیر محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مرسته په داسې حال کې تر لاسه کوي چې سوړ ژمی پیل شوی او کروندګر له مالي پلوه سخت لوېدلي دي.

دی وايي، ډېری کروندګر د تخم او سرې اخیستلو توان نه لري او له دې مرستې وروسته یې تمه دا ده چې راتلونکی کال به د غنمو ښه حاصلات ولري.

د ده په خبره، دوی ته ډوه ډوله د غنمو اصلاح شوی تخم ورکړل شوی چې یو ډول یې په پسرلي او بل ډول یې په مني کې کرل کېږي.

د نور اغان په نوم یوه بل کروندګر بیا پژواک ته وویل چې د غربت او اقتصادي ستونزو له امله یې خپلو څارویو ته خوراکي توکي نه شوای اخیستلای او ان اړ شوي وو چې ویې پلوري.

د ده په خبره، اوس به دوی وکړای شي څاروي په نس ماړه وساتي او د لبنیاتو کچه یې هم ډېره شي.

د غزني د کرنې ریاست مسوولین وايي، هڅه کوي د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو تر کروندګرو مرستې ورسوي.

د دغه ریاست مرستیال مولوي فایض غزنوي پژواک اژانس ته وویل، همدا اوس د غزني په پاتې ولسوالیو کې سروې روانه ده څو مستحق کروندګر په نښه کړي.

دی زیاتوي، هڅه یې دا ده چې تر راتلونکو درېیو کلونو د غزني زارعت په پښو ودروو او له دې لارې هغه زیانونه جبران شي چې د جګړو پر مهال کرنې او کروندګرو ته اوښتي دي.

دا په تېرو کلونو کې لومړی ځل دی چې د غزني پر زرګونو کروندګرو تخم، کود او د څارویو خوراکه وېشل کېږي.

Visits: 126

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.