ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کور سرپرسته فرزانه: د خلکو کالي مې ګنډل خو په اولادونو مې زده کړې وکړې

د کور سرپرسته فرزانه: د خلکو کالي مې ګنډل خو په اولادونو مې زده کړې وکړې

author avatar
28 Dec 2021 - 16:19
د کور سرپرسته فرزانه: د خلکو کالي مې ګنډل خو په اولادونو مې زده کړې وکړې
author avatar
28 Dec 2021 - 16:19

فراه (پژواک، ۷ مرغومی۱۴۰۰): فرزانه چې له لسو کلونو راهیسې خپلې کورنۍ ته د جامو ګنډلو له لارې حلال رزق پیدا کوي، بریالۍ شوې چې یوه لور یې د دیني مدرسې د استادۍ او بله یې د قابلګۍ تر کچې ورسوي.

تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې پر افغانانو له بهر نه تپل شویو جګړو، نه یواځې له سلګونه زرو افغانانو ژوند واخیست، بلکې د دغه هېواد اقتصادي بنسټونه یې هم ونړول او افغانان یې له سختو ناخوالو سره مخ کړل.

دغه خونړۍ جګړه چې له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې درېدلې، د دې لامل هم شوه چې په میلیونونو افغانان په پردیو ملکونو کې د سختۍ ژوند ته اړ کړي، ډېر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي او ځینې یې نېشو ته مخه کړي.

د فراه ولایت د مرکز اوسېدونکې، فرزانه هم یوه له هغو کسانو ده چې پر نشه یی توکو روږدی خاوند یې شاوخوا لس کاله مخکې لادرکه  شوی او د څلور ماشومانو سرپرستي هغې ته ور په غاړه شوې ده.

۳۸ کلنې فرزانې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ژوند د ملګري د مرګ او ژوند درک یې نشته.

هغې چې د خپل ژوند پر سختیو یې ژړل او خپلې اوښکې يې پر پړوني پاکولې، وویل : “لس کاله کیږي چې مېړه مې ورک دی، ټول کور او د ماشومانو ساتنه او تعلیم ما ته راپاتې دی.”

فرزانې، چې خیاطي یې کوله وویل چې د خلکو د کالیو ګنډلو له لارې یې خپل اولادونه لوی کړي، زده کړې یې ورباندې کړي او دا مهال یې یوه لور د دیني مدرسې استاده ده، بله لور یې قابله ده، یوه لور یې د پنځم ټولګي او یو زوی یې د څلورم ټولګي زده کوونکي دي.

فرزانه د فراه ولایت له شپې لیسې څخه فارغه ده او اوس خلکو ته د سواد زده کړې هم ورکوي.

هغه وایي چې یوه لور یې شکیبا د دیني زده کړو له یو مرکز څخه فارغه ده، واده شوې او اوس د هرات ولایت د حضرت فاطمې (رض) په دیني مدرسه کې استاده ده.

فرزانه وایي، بله لور یې معصومه – چې د فراه کې یې قابلګي لوستي –  اوس د فراه ولایت کی «صمیم خصوصی  کلینیک» سره کار کوي.

فرزانه ډېره خوښه ده چې اولادونه یې د تعلیم په ګانه سمبال کړی دي. هغه وایي که دا خپله باسواده نه وي نو دا کار یې نه شو کولای.

هغه وایي: “خوشاله یم چې خیاطي کوم دا چې په هېواد کې سوله اوثبات حاکم دی دا نه یوازې زما لپاره، بلکې د ټولو هېواوالو لپاره د نېکمرغۍ زیری دی.”

فرزانه له ټولو افغانانو غواړي چې پر خپلو اولادونو تعلیم وکړي.

معصومه چې د فرزانې مشره لورده وایي؛ مور یې له  دوی سره ډېرې خوارۍ ګاللې دي.

هغه وایي، ویاړي چې د مور له برکته یې زده کړې کړي او کولای شي چې حلال رزق پیدا کوي.

معصومه زیاتوي: ” همدا راز د خپلې کړېدلې ټولنې په چوپړ کي یم او دا کار کول بیا راته بېل احساس راکوي.”

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Views: 309

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.