ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ریحانه: زده کړې مې نیمګړې پاتې دي خو له کتاب سره اړیکه نه پرې کوم

ریحانه: زده کړې مې نیمګړې پاتې دي خو له کتاب سره اړیکه نه پرې کوم

author avatar
28 Dec 2021 - 13:46
ریحانه: زده کړې مې نیمګړې پاتې دي خو له کتاب سره اړیکه نه پرې کوم
author avatar
28 Dec 2021 - 13:46

کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۰): ریحانه ځوریږي چې د هغې د کلي او لېسې تر منځ د لرې واټن له امله له اتم ټولګي وروسته له زده کړو پاتې ده، خو وایی له پوهې سره د ژورې مینې له امله اوس خپل کور کې ماشومانو ته وړیا زده کړې ورکوي.

۱۷ کلنه ریحانه د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د «قلعۀ خېل» کلي د ښوونځي لومړنۍ زده کوونکې ده.

دغه د نجونو ښوونځی لس کاله مخکې کې جوړ شوی او په دغه سیمه کې د نجونو لومړنی ښوونځی دی.

ریحانه وایي، دا او خور یې لومړنۍ نجونې وې چې په دغه ښوونځي کې یې نوملیکنه وکړه او هره ورځ به یې له خپل کلي (یعقوبزیی) نږدې نیم ساعت تر دغه ښوونځي پلی مزل کاوه، خو په ستومانۍ نه پوهېدې؛ ځکه چې له زده کړو سره یې مینه لرله.

هغه زیاتوي چې د دوی په سیمه کې ښوونځي ته د نجونو تګ په داسې حال کې لومړۍ تجربه وه، چې د سیمې ځینو خلکو ښوونځي ته د نجونو تلل شرم ګاڼه.

ریحانه وایي:«په لومړیو ورځو کې به د ټولو کلیوالو سترګې موږ ته وې، د خلکو بې ځایه خبرو او کیسو به ځورولو، تر دې چې کله، کله به مو وروڼو راته ویل چې نور ښوونځي ته مه ځئ.»

خو هغه وایي چې د لږ وخت په تېرېدو سره «د خلکو بېځایه خبرې» کمې او د دې ځینې نورې همزولې کلیوالې هم په دغه ښوونځي کې شاملې شوې.

د هغې په وینا، د وخت په تېرېدو سره په ښوونځي کې د شاملو نجونو شمېر ډېر شو، هر سهار به ډېرې نجونې – چې د ښوونځي سپین پړوني او تور کالي به یې پر تن وو- لومړی د دوی کور ته ورتلې او بیا به په ګډه ښوونځي ته روانې شوې.

هغې زیاته کړه:«ورو، ورو ښوونځي ته زموږ له کلي د موږ دوو خویندو یوازې تګ، د نجونو په کتار بدل شو.»

ریحانې زیاته کړه چې په اتم ټولګي کې به ځکه د پخوا په څېر په خوښۍ ښوونځي ته نه تله، چې دغه ښوونځی تر اتم ټولګي و او هغه وېرېده چې له دې وروسته له زده کړو پاتې نه شي.

د دې د څرګندونو له مخې، لېسه د کوه صافي ولسوالۍ په بازار او د هغې له کور څخه لرې وه او باید هره ورځ یې له یوې خوا  نږدې یو نیم ساعت پلی مزل کړی وای، تر څو دغې لېسې ته رسېدلې وای.

دې زیاته کړه چې دا کار ورته سخت و او کورنۍ یې هم اجازه نه ورکوله چې هره ورځ دومره اوږده لار پلې ووهي.

هغه وایي، له دې امله چې له زده کړو سره یې مینه لرله، خپله کورنۍ، کلیوال او ښوونکې یې ډېر وهڅول تر څو هڅې وکړي چې د قلعه خېل ښوونځی لېسه شي، خو دا کار ونه شو؛ ځکه چې دغې چارې ګرځېدل او هڅې غوښتې چې ونه شوې.

د هغې په وینا، ځینو بیا نه غوښتل چې یاد ښوونځی لېسه شي؛ ځکه چې د نجونو زده کړې یې شرم ګاڼه.

دې وویل چې یوه ورځ خپله د ولسوالۍ بازار کې د نجونو لېسې ته ورغله او د لېسې مدیرې ته یې وویل: «هره ورځ نه شم کولی تر دې ځایه راشم، د پښتنو دودونه تاسو ته معلوم دي، په کلیوالي ژوند او نورو لسګونو ستونزو هم پوهیږې، یوه مرسته راسره وکړه چې زه به په اوونۍ کې یوه یا دوې ورځې په چادري کې لېسې ته راځم او نور د حاضري په برخه کې راسره مرسته وکړه.»

د هغې په وینا، د لېسې مدیره د دې دغو خبرو ژړغونې کړه، خو ویې ویل چې دا کار نه شي کولای؛ ځکه چې هره ورځ له دغه ښوونځي څارنه کیږي او نه شي کولی د فساد په نوم تورونه پر ځان ومني.

ریحانه وایي، د یادې لېسې د مدیرې د خبرو په اورېدو سره وپوهېده چې نور یې د زده کړو ارمانونه نه پوره کیږي؛ نو ځکه یې له زده کړو سره مخه ښه وکړه.

هغه وایي: «کله، کله فکر کوم چې دا به خوب وینم، خو دا خوب نه دی او دا هر څه رښتیا دي چې ما خپلې زده کړې پرېښودې.»

دغه نجلۍ وایي، خپلو نیمګړو زده کړو ته خپه ده، خو خوښه ده چې د قلعه خېل ښوونځي لومړنۍ زده کوونکې وه، د کلیو د نور نجونو لپاره یې د ښوونځي دروازه پرانیسته او اوس ډېرې نجونې په دغه ښوونځي کې زده کړې کوي.

هغه وایي چې بې له کتابه یې ورځ نه تېریږي او سره له دې چې د کلي ماشومان ښوونځي ته هم ځي، خو دې ورته له علم سره د مینې له امله په خپل کور کې هم وړیا د زده کړو ټولګی ورته جوړ کړی او د ښوونځي کتابونه ورته تدریس کوي، تر څو له یوې خوا نورو ته د خدمت مصدر شي او له بلې خوا یې له قلم او کتاب سره اړیکه پرې نه شي.

ریحانې هیله څرګنده کړه چې حکومت، دیني عالمان او د ټولنې مشران داسې څه وکړي چې په هېواد کې د پوهې ډېوې بلې وي، ټول په اسلامي چوکاټ کې زده کړو ته لاسرسی ولري او د دې په شان څوک د زده کړو په ارمان پاتې نه شي.

Visits: 105

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.