ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور یوه کونډه: د پژواک راپور خپرېدو له امله مې مرسته ترلاسه کړه

د غور یوه کونډه: د پژواک راپور خپرېدو له امله مې مرسته ترلاسه کړه

author avatar
29 Dec 2021 - 19:06
د غور یوه کونډه: د پژواک راپور خپرېدو له امله مې مرسته ترلاسه کړه
author avatar
29 Dec 2021 - 19:06

فيروزکوه (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۰): د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په څنډه کې یوه کونډه ښځه چې په ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کوي، په اړه یې د پژواک د یوه راپور له خپرېدو وروسته نن د یوه بنسټ له لوري د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه.

د روان کال د ليندۍ پر ۲۴مه د پژواک د خپاره شوي راپور له مخې، په غور کې یوې کونډې مېرمنې چې د خپلو ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره سوالګري کوي او عاجله مرسته يې غوښتې وه، وایي که چېرته مرسته ورسره ونه شي، ناروغان ماشومان به یې مړه شي.

فاطمې د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال نن (د مرغومي ۸مه) د پژواک اژانس د راپور له خپراوي مننه وکړه، ویې ویل چې دغه راپور له نوموړې سره د مرستې لامل شو.

نوموړې وویل: «خیر دې یوسي دغه مرستې یې وکړې، ستاسو راپور و چې نن له ما سره مرسته وشوه، مخکې ما سره چا مرسته نه کوله، ماشومان مې یه یخنۍ ناروغان شوي وو، څه مو نه لرل چې ویې خورو، د خاوند له مړینې وروسته مې ژوند ډېر خراب شو؛ موږ د سوالګرۍ په ډوډۍ او د ګاونډیانو په مرسته شپې او ورځې تېروو، دغه مرسته چې نن راسره شوې، په رښتیا زموږ د ژمي اړتیاوې پوره کولای شي، مننه خیر یوسئ.»

د غور دغې کونډه هغه بنسټ هم وستايه چې مرستې يې ورسره کړې او د ځان او خپلو ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

دغه مرستې د «کودک و همسري» بنسټ له لوري له یادې کورنۍ سره شوې دي.

د دغه بنسټ مسوولین وایي، د رسنیو راپورونه د دې لامل شول چې دوی اړمنې کورنۍ معلومې او وکولای شي چې خپلې مرستې نن ۳۰ اړمنو کورنیو ته ووېشي.

د یاد بنسټ مسوول فضل الحق فایق وویل: «په غور کې د اړو کورنيو د بېوزلۍ او لوږې په اړه خپاره شوي راپورونه د دې لامل شول چې نن له دغو کورنيو سره يو شمېر مرستې وکړو او د ماشومانو او کورنيو پر شونډو يې موسکا راولو، دغه مرستې موږ له نورصفا موسسې سره په همغږۍ پر اړمنو کورنیو ووېشلې.»

فایق زیاتوي، د دوی په مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، چای، لوبیا، مالګه او د اړتیا وړ نور کورني توکي شامل دي.

د يادې بنسټ مسوولين وايي، په راتلونکي کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو په دې ساړه موسم او سختو شرايطو کې د اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي.

Visits: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.