ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

په ننګرهار کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
29 Dec 2021 - 12:01
په ننګرهار کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
29 Dec 2021 - 12:01

جلال اباد (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د کډوالو چارو ریاست په همکارۍ د اسلاميک ریلیف مرستندويه ادارې له لوري ٦٠٨ بېوزلو او بې ځایه شويو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

چارواکي وايي چې يادې کورنۍ يې په يوې سروې کې په نښه کړي او مرستو کې يې اوړه، وریجې، غوړي او داسې نور توکي شامل دي.

د اسلامیک ریلیف مرستندویه ادارې استازي محمد حلیم مموزي د دغو مرستو د وېش پرمهال وويل چې يادې مرستې يې د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست په تخنيکي همکارۍ په دغه ولايت کې له ۶۰۸ بې ځايه شويو کورنيو سره کړې دي.

هغه زياته کړه چې هرې کورنۍ ته د لس زره افغانيو په ارزښت اوړه، غوړي، بوره، وريجې او نور خوراکي توکي ورکړل شول.

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست استازي جاوېد ستانکزي وويل چې دغه بې وزله او بې ځايه شوې کورنۍ د ياد رياست له لوري د يوې سروې په ترسره کولو په نښه شوې دي.

بل لورته مرسته ترلاسه کوونکي که څه هم دغو مرستو ته خوښ دي خو وايي چې بسنه ورته نه کوي.

د دغو کسانو له ډلې مايل خان چې د تېر نظام پرمهال په خوږياڼو ولسوالۍ کې د جګړو له امله بې ځايه شوى او دا مهال په جلال اباد ښار کې ژوند کوي پژواک ته وويل چې دغه مرستې ورته بسنه نه کوي.

هغه غوښتنه وکړه چې د کډوالو چارو رياست بايد د کار او ټولنيزو چارو رياست په همکارۍ دوی ته د کار زمينه برابره کړي.

بلخوا د ننګرهار د کډوالو چارو رييس اکرام الدین مفتون وايي، په دغه ولایت کې بې ځایه شوي کډوال هوډ لري چې بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.

هغه زياته کړه، له مرستندويه ادارو سره يې خبرې روانې دي چې له دغو بې ځايه شويو کورنيو سره همکاري وکړي چې خپلو ځایونو ته بېرته ستانه شي.

د يادونې ده چې په تېر يو کال کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ بې ځايه شوي او دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.