ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د کورني تولید د ودې په موخه ځانګړې صنعتي پالیسي جوړه کړي”

“حکومت دې د کورني تولید د ودې په موخه ځانګړې صنعتي پالیسي جوړه کړي”

author avatar
30 Dec 2021 - 15:55
“حکومت دې د کورني تولید د ودې په موخه ځانګړې صنعتي پالیسي جوړه کړي”
author avatar
30 Dec 2021 - 15:55

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشرتابه پلاوي د ریاست الوزراء له لومړي مرستیال ملا برادر سره په لیدنه کې د کورني تولید د ودې په موخه د یوې ځانګړې صنعتي پالیسي جوړېدو غوښتنه کړې ده.

په دې غونډه کې چې تېره ورځ ناوخته په ارګ کې جوړه شوې وه، د ریاست الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین زاده ترڅنګ د یو شمېر سکتوري ادارو مسوولینو او صنعتکارانو هم ګډون کړی و.

په غونډه کې په صنعتي پارکونو کې د شته ستونزو پر حل او د صنعت پر ودې او پرمختګ خبرې وشوې.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې عمومي مشر شېرباز کمین زاده وویل، د یوې ځانګړې صنعتي پالیسي جوړول کولای شي کورني تولید او صنعت ته وده ورکړي.

هغه له حکومته غوښتل چې دغسې یوه ځانګړې صنعتي پالیسي دې جوړه او عملي کړي څو نه یوازې د کورني تولید پر وړاندې شته ستونزې حل شي، بلکې صنعت لا وده وکړي او په پښو ودرېږي.

ده یادونه وکړه چې حکومت دې د مشابه تولیداتو پر وارداتو تعرفه لوړه کړي، دغه راز په قاچاقي توګه د هغو پر راوړلو دې بندیز ولګوي.

د کابل د صنایعو او کانونو خونې مشر سخي احمد پيمان وویل، په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې د هېواد په کچه په ټولو صنعتي پارکونو کې د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې لړ کې په سلګونو د خوراکي او غیر خوراکي توکو فابریکې جوړې شوې چې زرګونو کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

خو ده وویل، دا هر څه په داسې حال کې شوي چې صنعت او صنعتکاران تل له ستونزو سره مخ وو او د حل لپاره یې بسنټیز ګامونه وا نه خیستل شول.

ده له حکومته وغوښتل چې د صنعت پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي، د ولایتونو په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د کمښت ستونزه حل کړي او صنعتکارانو ته لازمې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه راز ده غوښتنه وکړه چې په صنعتي پارکونو کې د برېښنا ستونزې د حل په موخه دې د سکټوري وزارتونو او ادارو ګډې کمېټې جوړې او په کار پیل وکړي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې افغان صنعتکاران له حکومت سره د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختیا په برخه کې ګډ کار ته ژمن دي.

په دې غونډه کې د ننګرهار او کندهار د صنایعو او کانونو خونو مشرانو هم خبرې وکړې او د صنعتکارانو د ستونزو حل یې وغوښت.

د ریاست الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر له صنعتکارانو مننه وکړه چې په هر ډول حالاتو کې یې په خپل هېواد کې میلیونونه ډالر پانګونه کړې او په ځینو تولیدي برخو کې افغانستان ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

هغه صنعت د هېواد د اقتصادي پرمختګ لامل وباله او زیاته یې کړه چې حکومت به د صنعت د ودې او پراختیا لپاره کار کوي او په دې برخه کې به له صنعتکارانو سره په ګډه لنډمهال او اوږدمهال پلانونه جوړ او عملي کړي.

هغه د صنعت او سوداګرۍ، ماليې، کانونو او پټرولیم او برېښنا وزارتونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د صنعت پر وړاندې د شته ستونزو په هواري کې د افغانستان د صنایعو او کانونو له خونې سره په ګډه کار وکړي.

د یادو وزارتونو مسوولینو ژمنه وکړه چې د ستونزو د حل لپاره به ګامونه اخلي او د صنعت د ودې او پراختیا لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د صنعتکارانو او حکومتي چارواکو ترمنځ دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې چې طالبانو هېواد ولکه کړی، د ډېرو ولایتونو په صنعتي پارکونو کې د برېښنا د نشتوالي او نورو ستونزو له امله لسګونه فابریکې تړل شوې دي.

Visits: 774

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.