ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا د کډوالۍ ادارې د سلګونو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي

د امریکا د کډوالۍ ادارې د سلګونو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي

author avatar
31 Dec 2021 - 12:26
د امریکا د کډوالۍ ادارې د سلګونو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي
author avatar
31 Dec 2021 - 12:26

کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ١٤٠٠): د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې (USCIS) په تېرو څو اوونیو کې د سلګونو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي چې په امریکا کې یې د بشردوستانه اقامت لپاره سپارلي وو.

د امريکا غږ د راپور له مخې، د کډوالو د حقونو فعالین استدلال کوي چې د جمهور ريیس جوبایډن حکومت په دې کار له خطر سره مخ افغانانو په برخې کې د مرستې کولو لپاره په خپلو ژمنو نه دی ولاړ.

د متحده ایالاتو د ټکزاس په ایالت کې د کډوالۍ مدافع وکیلې کیتلین رووي د اسوشییټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې تازه د هغې د پنځو مؤکلینو غوښتنلیکونه چې یو یې د افغانستان د پولیسو پخوانی غړی دی، رد شوي دي.

په همدې حال کې د USCIS ویانده ویکټوریا پالمر وایي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته دې ادارې ته د بشري دلیلونو په خاطر د لنډ مهالې اوسېدنې څه باندې ۳۵ زره غوښتنلکیونه سپارل شوي چې ډېری یې د افغانانو دي.

میرمن پالمر ویلي چې د دې غوښتنلیکونو څخه ډېر لږ یې طی مراحل شوي چې ۴۷۰ یې تر اوسه رد او یوازې ۱۴۰ یې په مشروط ډول منل شوي دي.

د متحده ایالاتو د کډوالۍ د ادارې ویاندې همدارنګه وویل چې هر کال د نړۍ له بېلا بېلو برخو څخه په متحده ایالاتو کې د بشري دلایلو په خاطر د لنډمهالې پاتې کېدو یا Humanitarian Parole لپاره دوه سوه زره کسان غوښتنلیکونه سپاري چې متحده ایالات یې یوازې پنځه زره مني.

سره له دې چې میرمن پالمر وایي د بشري دلیلونو په خاطر د لنډ مهالې اوسېدنې پروګرام په عمومي توګه د خورا اضطراري حالت لپاره دی او د کډوالۍ د یو بهیر په توګه ترې ګټه نه شي اخیستل کېدای، خو د کډوالۍ د حقونو مدافعین ټینګار کوي چې همدا د هغو افغانانو لپاره یو مطلوبه لار ده چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي او له خطر سره مخ دي.

اوګۍمهمند چې په خپله هم د کډوالو مدافع وکیله او د افغان کډوالو په یوې پروژې کې کار کوي د اسوشییټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، هغه ډله چې دا یې مدیریت کوي د USCIS دفتر ته یې د بشري دلیلونو په خاطر د لنډ مهالې اوسېدنې غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه ورته یوازې د رد کېدو ځوابونه راغلي دي.

د امریکا د کډوالو د ادارې د دغه اقدام له امله د کډوالو یو شمېر مدافع وکیلان اوس د بشري دلیلونو په خاطر د لنډ مهالې اوسېدنې لپاره غوښتنلیکونه نه سپاري. دوي وایي چې موکلین یې په دې غوښتنلیکونو سره یوې داسې جګړې ته ننوځي چې ګټل کېدای نه شي.

Visits: 1201

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.