کورنيو چارو وزارت: ديني عالم مولوي سردارولي ثاقب په کابل کې وژل شوى
د کورنیو چارو وزارت وایي، یو دیني عالم سردارولي ثاقب د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په کوټېسنګي سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، یو دیني عالم سردارولي ثاقب د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په کوټېسنګي سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهيسې پر کولرا ناروغۍ اخته ۵۰ کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د اوکراین جګړې له اوږدېدو سره د نړۍ اقتصاد له ګواښ سره مخ کېږي، یورو خپل ارزښت له لاسه ورکړی او له ډالر سره برابر شوی دی.
د اسلامي امارت مشر مولوي هبتالله اخوندزاده د کابل له والي سره پر شرعي او ملي مسايلو، ملي يووالي، له ملت سره پر ښه چلند او نورو اړینو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د سویډن د کرکټ په ملي لوبډله کې درې افغان لوبغاړي هم له یوې مودې راهیسې لوبېږي.
د کډوالۍ نړۍواله اداره وایي، په تېرو لسو کلونو کې نږدې شپږ میلیونه افغانان په هېواد کې دننه بېځایه شوي دي.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وايي، په المان کې مېشت یوه کډوال افغان سوک وهونکي د خپلو درېیو سیالانو په ماتولو سره، د «ډبلیو. بي. سي» سازمان مډال ترلاسه کړ.
د طب پوهان په ټولنیزو رسنیو کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو په درملنه کې د زنجبیل د موثریت په اړه خپاره شوي خبرونه غېر علمي بولي او وايي، که څه هم زنجبیل د بدن مقاومت زیاتولو لپاره ګټور بوټی دی، خو د کرونايي ناروغانو لپاره یې اغېز تر اوسه ثابت شوی نه دی.
د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۸ ولایتونو کې د باران ورېدو او سېلابونو راوتو خبر ورکوي.
د بادغیس ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې له فقر او بېکارۍ نه شکایت لري او د اسلامي امارت له مسوولینو د کار غوښتنه کوي چې مسوولین په دغه ولایت کې د بېکارۍ ختمولو په برخه کې د ځینو تدابیرو خبره کوي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې دوه کم عمره هلکان او يوه نجلۍ ژورې څاه ته لوېدلي چې نجلۍ ژغورل شوې او هلکانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو د تورونو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د بښنې نړۍوال سازمان د دغو تورونو د فوري څېړنې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په تېرو اوو ورځو کې یې څه باندې ۲۴۷ میلیونه او ۱۹۸ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د پنجشېر امنیه قومانداني د دغه ولایت د خنج ولسوالۍ په شابه غرونو کې د دوو وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکوي.
په سریلانکا کې د اقتصادي بحران له امله تر پیل شویو لاریونونو وروسته د دغه هېواد ولسمشر راجاپاکسا په یوه پوځي الوتکه کې له هېواده تښتېدلی دی.
اروپایي هیواد ډنمارک د افغانستان د مرستو له صندوق سره تازه دوه نیم میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې ده. افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې اداره (اوچا) ددې خبر ورکولو…
د امریکا د دفاع وزارت وايي، د سوریې لپاره د داعش ډلې مشر د امریکا د یوه بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د حج، ارشاد او اوقافو وزارت وایي، د حج فریضې تر ادا کولو وروسته به د افغان حاجیانو لومړۍ ډله د جمعې پر ورځ کابل ته رسېږي.
د "بي بي سي" موندنې ښيي چې د بريتانيا هوايي ځواکونو په افغانستان کې په پرلهپسې ډول د مشکوکو حالاتو پرمهال بنديان او بېوسلې کسان وژلي دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، ۱۲ ورځې وروسته د شلو هېوادونو د استازو په ګډون به د افغانستان په اړه په تاشکند کې، نړیواله غونډه جوړه شي.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، د اختر په درېيو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ۴۱ ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي.
د هلمند او دايکنډي ولايتونو په پوله د «ناوه ګري» په کلي کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو او له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې له رامنځته کېدو وروسته د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه، پنځه روغتیايي ټیمونه سیمې ته استول شوي دي.
د دفاع وزارت سرپرست ته په منسوب غږیز پیغام کې د بغلان د خوست ولسوالۍ په یوه سیمه کې د ځینو کسانو له خوا د بیرغ راښکته کېدو خبره شوې او امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې اطاعت او مسوولیتونو ته یې پام ډېر کړي.