ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوریه کې د داعش مشر د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی

سوریه کې د داعش مشر د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی

author avatar
12 Jul 2022 - 21:52
سوریه کې د داعش مشر د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی
author avatar
12 Jul 2022 - 21:52

اټلانټا (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د امریکا د دفاع وزارت وايي، د سوریې لپاره د داعش ډلې مشر د امریکا د یوه بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت د مرکزي قوماندانۍ ویاند ډیو ایسټبرن د چنګاښ په ۲۱مه،  وویل چې ماهر ال اګال هغه مهال په نښه شو چې د سوریې د جنډیرس سیمې ته نږدې پر موټرسایکل سپور و.

سرچینې زیاته کړې، په بريد کې د داعش دغه مشر ته نږدې یو کس ټپي شوى، خو ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هم تایید کړې چې د داعش مشر د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د سوریې د ملکي دفاع ځواکونو هم ویلي چې له حلب ولایت څخه بهر په هوايي برید کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی، خو د دغو کسانو هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

د امریکا متحده ایالتونو مرکزي قوماندانۍ ویلي دي چې ال اګال په عراق او سوریه کې د داعش ډلې د پرمختګونو مسوول و.

سرچینې زیاته کړې، د داعش د دغه مشر وژل د سیمې او د داعش د تعقیب لپاره د امریکا ژمنتیا په ډاګه کوي او په نړۍواله کچه د لا زیاتو بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره به د دغې ډلې توان له مینځه یوسي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د داعش د یاد مشر په اړه لږ معلومات موجود وو؛ د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هغه د شام لپاره د داعش والي بللی دی.

دا برید پنځه میاشتې وروسته له هغه کېږي چې د داعش پخوانی مشر ابو ابراهیم القریشي د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په لومړیو کې د سوریې په شمال کې وروسته له هغه ووژل شو چې د امریکايي ځواکونو له خوا د هغه د نیولو د مخنیوي لپاره پر اېښول شوي بم ور برابر شو.

Views: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.