ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سویډن کرکټ ملي لوبډله کې درې افغانان هم لوبېږي

د سویډن کرکټ ملي لوبډله کې درې افغانان هم لوبېږي

author avatar
14 Jul 2022 - 03:18
د سویډن کرکټ ملي لوبډله کې درې افغانان هم لوبېږي
author avatar
14 Jul 2022 - 03:18

اټلانټا (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د سویډن د کرکټ په ملي لوبډله کې درې افغان لوبغاړي هم له یوې مودې راهیسې لوبېږي.

دا مهال د سویډن کرکټ ملي لوبډله د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام د اروپا په برخه کې، د غوراوي په سیالیو کې برخه اخیستې ده.

د سویډن د کرکټ فدراسیون د معلوماتو له مخې، د نړۍوال جام د غوراوي سیالیو لپاره په اعلان شوې ۱۴ کسیزه لوبډله کې درې افغانان هم شامل دي.

د کرکټ د چارو افغان کارپوه او خبریال مطیع‌الله عابد په فیسبوک پاڼه کې لیکلي، د سویډن په ملي لوبډله کې درې افغان لوبغاړي هر یو اسماعیل ضیاء، لمر محمد او اعظم خلیل شامل دي.

دغه افغان لوبغاړي د سویډن د «نړۍوال زلمي» په نوم یوه ځایي کلب ټیم کې لوبیدل چې په دې وروستیو کې د سویډن د کرکټ ملي لوبډلې ته یې لاره موندلې ده.

د سیف‌الرحمن په نامه یوه افغان – چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې په سویډن کې ژوند کړی – پژواک خبري اژانس ته وویل، هلته ډیری افغانان کرکټ کوي او ورځ تر بلې د دې لوبې مینه‌وال زیاتېږي.

تر دې مخکې د نړۍوال جام لپاره اعلان شوې د فرانسې ملي لوبډله کې هم یو شمېر افغان لوبغاړي شامل کړی شوي وو.

د فرانسې د کرکټ د ویبسایټ د معلوماتو پر اساس، دغو سیالیو ته د ۱۴ لوبغاړو نومونه خپاره شوي دي چې لږ تر لږه پنځه افغانان (داوود احمدزی، روح‌الله منګل، رحمت‌الله منګل، عبدالمالک جبارخېل او ابراهیم جبارخېل) هم پکې شته.

داوود احمدزی د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی چې اوس په فرانسه کې ژوند کوي. نوموړي په خپل ټویټر کې د لوبغاړو تصویر خپور کړی او خپلې لوبډلې ته یې د بري‌ هیله څرګنده کړې ده.

Visits: 416

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.