ټام وېسټ له افغانانو سره د سلا مشورو لپاره هند، امارات او جاپان ته سفر کوي
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ، له افغانانو سره د سلامشورو لپاره جاپان، متحده عربي امارات او هندوستان ته سفر کوي.
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ، له افغانانو سره د سلامشورو لپاره جاپان، متحده عربي امارات او هندوستان ته سفر کوي.
د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې پولنډ، اسټرالیا او ارجنټاین خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.
سریلانکا د کرکټ په درېیمه یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوبو لړۍ مساوي پای ته ورسېده.
د پاکستان مشهور دیني عالم مفتي تقي عثماني ویلي، د شریعت نفاذ مهم دی خو د دې لپاره وسلهوالې مبارزې ته اجازه نشته.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې له ۵۸۸ اړو مېرمنو سره د هګیو چرګې او د چرګانو ساتنې وسایلو او په جوزجان کې له ۲۰۰ د سړک غاړې کارګرو ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د دې ترڅنګ چې وايي، رسنۍ دې خپلې خپرونې داسې عیار کړي چې هم د هېواد او هم د نظام او هېوادوالو په ګټه وي، له رسنيو وغوښتل د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق خپاره کړي.
اقتصادي کمېسیون د دې ترڅنګ چې پرېکړه کړې د ډبرو سکرو پر طرحې او قراردادونو دې له سره کتنه وشي، يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د کابل ښار شهزاده سرای سره نږدې د سوداګريز مرکز د ودانۍ جوړولو نقشه په هر اړخيز ډول وڅېړي.
په زابل کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د ۱۷ میلیون افغانیو په ارزښت، له ۵۰ روغتیايي مرکزونو سره د درملو او سونتوکو مرسته شوه.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د یوه چیکډیم جوړولو چارې پیل شوې چې تر راتلونکو اتو میاشتو به بشپړې شي.
پر نشو روږدو کسانو د درملنې لپار د کابل جنګلک روغتون د ترکیې خیریه بنسټ «IHH» په مالي ملاتړ په اساسي ډول ورغول شو او په دغه روغتون کې ۲۰۰ بسترونه زیات شول.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، بینالافغاني مذاکرات او د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل د هېواد د ثبات او ودې لپاره حیاتي مسایل دي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار په یوه سوداګریز مارکېټ کې د يو ميليون ډالرو په لګښت د درملو ساتنې لپاره ۱۲ معیاري سړېخونې جوړېږي.
د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ د تېر کال په پرتله د پنبې کرنه پنځه برابره ډېره شوې ده.
د سمنګان په مرکز ایبک کې په یوې مدرسې کې چاودنه شوې چې له امله یې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي.
د چارو شنونکي له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې روانې مرستې د ستونزو په کمولو کې ډېرې اغېزناکې بولي وایي، که دا مرستې نه وای نو افغانستان به له اقتصادي پلوه له ډېرو ننګونو سره مخ شوی وای.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) په یوه راپور کې ویلي، امریکا د تېر نظام له پرځېدو وروسته له افغانستان سره ۱.۱ میلیارد ډالر نغدي مرسته کړې ده.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني پولیسو پر موټر ځانمرګي برید له امله د پولیسو په ګډون، دوه کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
د سرپرست حکومت یوه سرچینه وایي، د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت مخکېنی مرستیال محمدقاسم خالد، د کابل د والي په توګه ټاکل شوی دی.
د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت يو شمير لويې او وړې پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۴۶ میلیونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته او څه د پاسه شپږ نیم میلیونه کسان ترې مړه شوي دي. د کرونا ویروس په ۲۰۱۹ زیږدیز…
د افغانستان د وروستیو حالاتو په تړاو د هرات لسم امنیتي کنفرانس د تاجکستان په کوربه توب په دوشنبې ښار کې پیل شو، چې دوه ورځې به دوام کوي. دا نړیوال کانفرانس له تېرو…
اټلانټا (پژواک، ۸ لیندۍ ۱۴۰۱): د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې امریکا ایران ته ماتې ورکولو سره له انګلستان ، سینیګال او نیدرلینډ سره دویم پړاو ته لاره پیدا کړه. د سه شنبې په ورځ لومړۍ لوبه د…
کندهار (پژواک، ۸ لیندۍ ۱۴۰۱) د کندهار په عینو مېنه کې د لسو میلیونو افغانیو په لګښت د سنوکر یو نوی کلب پرانستل شو او په فعالیت یې پيل وکړ. د دغه کلب مسوولین وایي، پر یاد کلب یې د…
ډاکتران په هېواد کې د سینه او بغل ناروغۍ د زیاتېدو خبره کوي او له خلکو غواړي چې له کوره د وتلو پر مهال ماسک وکاروي او ناروغان، په ځانګړې توګه پر دغې ناروغۍ اخته ماشومان دې ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.