منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۰ غ.و
۹°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

حنا رباني: پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره د دې ترڅنګ چې ټينګار کوي پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري وايي، له رامنځته شویو فرصتونو باید اعظمي استفاده وشي او نه بايد په تېرو تېروتنو کې ښکېل پاتې شو.

دایکنډي کې یوه مېرمن چې د خپل عمر ډېر کلونه یې نجونو ته په تدریس کې تېر کړي  

په دايکنډي کې یوه مېرمن چې د دغه ولایت په مرکز کوچني ښار نیلي کې تر شنه اسمان لاندې ۱۸ کاله د نجونو زده‌کړو برخه کې یې خدمت کړی وايي، يوازينۍ موخه يې ټولنې او په ځانګړې توګه نجونو ته کار کول دي.

د ننګرهار کانال ریاست: که د زیتون د پروسس فابریکې وسایل ترمیم نه شي ښايي فعالیت یې بند شي

د ننګرهار  کانال ریاست اړوند د زیتون فابریکې مسوولین وایي، د دغې فابریکې تخنیکي وسایل زاړه شوي او که ترمیم نه شي، ښایي د فابریکې فعالیت په ټپه ودرېږي. د یادې فابریکې مسوولين وايي، د…

بلخ کې د ۲۲ پراختیایي پروژو عملي چارې پیل شوې

د بلخ مرکز مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي، د ٢٢٠ ميليون افغانيو په لګښت يې د ٢٢ پروژو عملي چارې پيل کړې دي. د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب‌الله طارق د لېندۍ په اتمه پژواک ته وويل،…

یو ۲۴ کلن نابینا: نابینایان د ټولنې د اوږو بار نه دي؛ د کار زمینه دې ورته برابره شي

حسیب‌الله زهیر، هغه نابینا چې ۲۴ کاله عمر لري، خو د خپل پیاوړي هوډ او ډېر کار پرمټ یې د نابینایۍ تیاره سیوري ته اجازه نه ده ورکړې چې ژوند یې ور تیاره کړي، اوس یې ځان د بریا څوکو ته رسولی او د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی هم دی.

غړي

متقي له حنا رباني سره په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو او نورو مسایلو خبرې کړې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې په پاکستان کې د افغان بنديانو د خلاصون، دواړو هېوادونو ته د مسافرو تلو راتلو لپاره اسانتیاوو برابرولو او د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګ او چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.

کندوز کې د ځنګلونو ساتنې قطعه جوړه شوه

د کندوز سیمه‌ییز چارواکي په دغه ولایت کې د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي لپاره، د یوې ساتندویه قطعې جوړېدو خبر ورکوي. دغه مسوولین وايي، هیچا ته به په ناقانونه توګه د ځنګلونو وهلو اجازه…

غړي

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیون ډالر لیلاموي

د افغانستان مرکزي بانک سبا (د لېندۍ ۹مه) ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. دغه بانک نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د جمادی…

نور راپورونه