ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا له سریلانکا سره درېیمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا له سریلانکا سره درېیمه یو ورځنۍ لوبه کوي

author avatar
29 Nov 2022 - 17:32
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا له سریلانکا سره درېیمه یو ورځنۍ لوبه کوي
author avatar
29 Nov 2022 - 17:32

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): افغان کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې سبا خپله درېیمه لوبه کوي.

دغه لوبه سبا (چهار شنبه) د افغانستان پر وخت ماسپښین یوه نیمه بجه پیلېږي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دغو درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ د نومبر په ۲۵مه نېټه پيل شوې چې سبا به پای ته ورسېږي.

همدارنګه افغانستان په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه او دویمه لوبه بیا د باران له امله بې پایلې اعلان شوه.

دا لوبې د کرکټ نړۍوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو برخه دي چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال پنځوس اووریز نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه کېږي.

افغانستان په سوپرلیګ سیالیو کې د ۱۴ لوبو په ترسره کولو او د ۱۱۵ نومرو په ترلاسه کولو سره وړمه ورځ په مستقیمه ډول د راتلونکي ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړۍوال پنځوس اووریزه جام ته لاره پیدا کړه.

ټاکل شوې چې د کرکټ یوه ورځنۍ نړۍوال جام سیالۍ د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اکتوبر میاشت کې په هندوستان کې پیل شي.

دغه رازپه سوپرلیګ سیالیو کې تر اوسه هندوستان لومړی، انګلیستان دویم، نیوزیلنډ درېیم، اسټرالیا څلورم، بنګله‌‌دېش پنځم، پاکستان شپږم، افغانستان اووم او ویسټ‌انډیز اتم مقام کې دي.

همدارنګه ایرلنډ نهم، سریلانکا لسم، سوېلي افریقا یوولسم، زمبابوې دوولسم او نیدرلنډ په دیارلسم مقامونو کې ځای لري.

Visits: 155

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.