منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۷ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیون ډالر لیلاموي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک سبا (د لېندۍ ۹مه) ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

دغه بانک نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د جمادی الاول میاشتې په ۶مه (۱۴۰۱/۰۹/۰۹) د چهارشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۶میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.»

یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو - چې پر شرایطو برابر وي - غوښتنه کوي څو په دې داوطلبي کې برخه واخلي.

د افغانستان بانک لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبي کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبي ګټونکي به د خپل ذمت بیه په یو ځل، په نغد ډول او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

د یادونې ده، د افغانستان بانک هره اونۍ ټاکلې اندازه امریکايي ډالر لیلاموي څو د افغانیو ارزښت ثابت وساتي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد