Language

د غزني چارواکي وايي، یو کس یې د «جاسوسۍ» په تور نیولی دی

غزني (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د غزني امنیه قومانداني وايي، په غزني  ښار کې یې یو کس د «جاسوسۍ» په تور د غږ، عکس او ویډیو ثبتولو او موقعیت معلومولو وسایلو سره نیولی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کس د امنیتي کسانو له خوا نن غرمه د غزني ښار د ۴مې امنیتي حوزې اړوند د قره‌باغ د زړې اډې په سیمه کې نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه، یاد کس په اصل کې د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ د تنګي درې اوسېدونکی دی او په غزني ښار کې یې له خلکو د مدرسې په نوم چنده ټولوله.

دی وايي، له یاد کس څخه د غږ، عکس او ویډیو ثبتولو او موقعیت معلومولو وسایل ترلاسه شوي دي.

د سرحدي په خبره، تر اوسه معلومه نه ده چې نیول شوي کس چا ته د کومو موخو لپاره «جاسوسي» کوله، خو د پوښتنو ګروېږنو لپاره د استخباراتو ادارې ته سپارل شوی دی.