منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۴ غ.و
۷°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

په درېیو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو، بزګرانو او مالدارانو سره مرسته وشوه

په کونړ کې له نږدې ۳زره مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو، درملو او شفتلې د اصلاح شوي تخم او له ۵۸۸ اړو کورنیو سره د هګیو چرګو د مرستې لړۍ پيل شوه، په میدان وردګو کې له ۴۸۱ بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې مرسته وشوه او په لغمان کې بیا پر څه باندې ۵ زره اړو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

پژواک ټویټرسپېس (تناظر): نړۍوال بنسټونه دې پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي

د پژواک د ټویټرسپېس (تناظر خپرونه) ګډونوالو په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورونو او نیولو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر جدي خبرو ټنیګار وکړ، ویې ویل چې نړۍوال بنسټونه دې هم…

غړي

کابل د سیمې له هېوادونو غواړي چې خپله خاوره او فضا د افغانستان خلاف د نورو هېوادونو په واک کې ورنه کړي

کابل د مسکو غونډې په تړاو وایي، د افغانستان په باب د سیمه‌ییزو مثبتو میکانیزمونو هرکلی کوي، هیڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسیسات جوړ کړي او د سیمې له نورو هېوادونو هم هیله لري چې خپله خاوره او فضا د افغانستان پر خلاف د نورو هېوادونو په واک کې ورنه کړي.

غړي

سیګار د تېر افغان حکومت ړنګېدو شپږ لاملونه په ګوته کړل

سیګار، د سولې خبرو کې د تېر افغان حکومت نه ګډون، ‍پخلاینې ته د طالبانو نه لېوالتیا او په جمهوري نظام کې د هغوی پر شاملولو ټینګار، په تېر حکومت کې پراخ فساد او له افغانستانه د امریکایانو ایستلو پر جدیت د پخواني چارواکو نه پوهېدل، د تېر حکومت د ړنګېدو لاملونه بولي.

غړي

رئیس‌الوزرا: هیچا ته اجازه نه ورکوو چې له افغانستانه د نورو هېوادونو امنیت وګواښي

د افغانستان رئیس‌‌الوزرا د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه د نورو هېوادونو امنیت وګواښي، داعش د پخوا په پرتله له منځه تللی او په دې برخه کې د اسلامي امارت هڅې دوام لري.

نور راپورونه