اټلانټا (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د فوټبال نړۍوال جام په تړاو د سهیل شاهین ټویټ ته غبرګون ښودلی دی.
ټاکل شوې ده د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د نومبر میاشتې په ۲۰مه نېټه په قطر کې پیل شي.
د افغانستان سرپرست حکومت د قطر دفتر مشر او د ملګرو ملتونو سازمان ته ټاکل شوي استازي سهیل شاهین د نړۍوال جام په اړه ټویټ کړی دی.
https://twitter.com/suhailshaheen1/status/1593193508495454208?s=20&t=EIdgsFKhMrh6aUqJy_TUOQ
هغه په ټویټ کې لیکلي: «قطر د فوټبال نړۍوال جام لپاره د نړۍ له بېلابېلو سیمو یونیم میلیون مېلمنو ته هرکلی کوي او خپل غني کلتور نندارې ته وړاندې کوي؛ دا په منځني ختیځ کې د فوټبال لومړی نړۍوال او په ټوله اسیا کې دویم ځل دی؛ زه د قطر مشرتابه ته له دې امله مبارکي ورکوم چې دا خوب یې رښتیا کړ.»
بلخوا د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکولسن د سهیل شاهین ټویټ ته غبرګون ښودلی دی.
https://twitter.com/tomas_niklasson/status/1593216948174983168?s=20&t=EIdgsFKhMrh6aUqJy_TUOQ
هغه سهیل شاهین ته په ځواب کې لیکلي: «د قطر دغه اقدام ښایي د افغانستان لپاره د الهام یوه سرچینه شي، د ۲۰۴۲ زېږدیز کال فوټبال نړۍوال جام به په افغانستان کې وي، خو له هغه وروسته، په ۲۰۳۹ زېږدیز کال کې به بیا د ښځو فوټبال نړۍوال جام په افغانستان کې ترسره کېږي.»
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










